1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ککړه هوا په هرو لسو مړينو کې د یوې لامل ده

۱۳۹۵ مهر ۶, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د نړۍ له هرو لسو وګړو څخه نهه تنه یې په داسې سیمو کې ‎ژوند کوي چې هوا یې ککړه ده. په رپوټ کې راغلي دي چې همدا ککړه هوا د زړه د حملو، زړه د ناروغیو او د سږو د ستونزو لامل کیږي.

https://p.dw.com/p/2QdmQ
Japan Atemschutzmasken
انځور: Imago/Kyodo News

د ملګرو ملتونو د روغتیا دغي ادارې، د سه شنبې ورځې په دغه رپوټ کې ویلي دي چې د نړۍ ۹۲ سلنه، وګړي په داسي سیمو کې ژوند کوي چې د هوا د ککړتیا درجه یې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تر ټاکل شویو معیارونو کښته ده. د رپوټ په حواله تر ټولو ډیر کسان بیا سویل ختیځې اسیا، ختیځ مدیترانه او لویدیڅ پسیفیک کې د هوا له ډیري ککړتیا سره مخامخ دي.

دغه شمېرې د هغه ستلایت په مرسته راټولي شوي دي چې د بېلابېلو هیوادونو له لیرې پرتو سیمو څخه یې د انځورونو اخیستلو په مرسته راټولي کړي دي. تر دې مخکې به د هوا د ککړتیا په اړه معلومات د ځایي کارکوونکو په مرسته له سیمو څخه راټولیدل او ډیر وخت به داسې کیده چې له ليري پرتو سیمو څخه راټول شوي معلومات به په رپوټونو کې نه ول.

تر دې مخکې په می میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي ول چې د نړۍ ۹۸ سلنه اوسیدونکی په داسي سیمو کې ژوند کوي چې هوا یې د دې سازمان له خوا تر ټاکل شویو معیارونو ډيره ککړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د هرو لسو مړه سوو کسانو څخه یو تن یې د داسې لاملونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په کور کې دننه او دباندي له ککړتیا سره اړیکه لري.

ترکمنستان د خپل نفوس په کچه د هوا د ککړتیا له کبله د مړه شوو کسانو تر ټولو لوړ شمېر لري. تر ترکمنستان وروسته په ترتیب سره تاجیکستان، ازبکستان، افغانستان، مصر او چین راځي.

د سه شنبې ورځې رپوټ تر ډیره پورې تر کور دباندي پر شته ککړتیا باندي راڅرخي. په ۲۰۱۲م کال کې په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي ول چې دغه ډول ککړتیا هر کال شاوخوا درې میلیونه انسانان وژني.

د روغتیا نړیوال سازمان له پاره د چاپیریال او ټولنیزي روغتیا همغږي کوونکي ډاکټر کارلوس دورا، ویلي دي: «دوې موضوعګانې د پېښېدو په حال کې دي. لومړی: بډایه هیوادونه د وخت په تیریدو سره د خپلې هوا د کیفیت په ښه کولو کې مهارت ترلاسه کوي. دویم: غریب هیوادونه به په دغه کار کې خپلې وړتیاوي له لاسه ورکړي.»

دورا، ویلي دي چې د دې رپوټ هدف دا دی چې د سیاست جوړوونکي او نور وګړي د هوا د ککړتیا له کبله د رامنځته کیدونکو ګواښونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. هغه د بیلګې په توګه ویلي دي چې کیدای شي ډاکټران په ځینو هیوادونو کې خپلو مراجعینو ته د شته ناروغیو د لوړ ګواښ په اړه معلومات ورکړي.

نور مطالب