1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال باید د آلمانی-اروپايي مقرراتو مطابق ژوند وکړي

قاسم نوری۱۳۹۴ دی ۱۵, سه‌شنبه

په آلمان کی د ارزښتونو بحثونه گرم سوی دی. آیا پر مهاجرو باندي هم باید آلمانی-اروپايي مقرات او ارزښتونه تطبیق سي، لکه څرنگه چي یې محافظه کاره سياستوال غوښتنه کوي؟ منتقدین اندیښنه لري چی دا کار د مدغمیدو سره مرسته نه کوي.

https://p.dw.com/p/1HYDQ
Akbar Ali Flüchtling Reise Pakistan
انځور: Akbar Ali

څوک چي په آلمان کي رالوییږي، په اتوماتیک ډول زده کوي چي کوم مقرات او ارزښتونه په ټولنه کی موجود دي: د بیلګې په توګه د ښځو او نارینه و مساوات، د همجنسبازانو قبلول، وخت مراعتول، د کثافاتو سره جلا کول او د ټولو له پاره د پر قانون ولاړ دولت منل. خو هغه کسان چي نوي آلمان ته راځي، د هغو له پاره بیا باید څه وسي؟ ایا کډوال باید لږ تر لږه په ظاهري توګه اړ سي، چي د آلمان د اساسي قانون مطابق ژوند وکړي؟

د مسيحي دموکراتانو اتحاد (CDU) مشره یولیا کلویکنر، په دې وروستیو کي د «مهاجرو په بحران کي له کلتوري شخړو» څخه خبرداری ورکړی دی. د هغې په خبره «نوی راغلي کسان باید زموږ اساسي ارزښتونه او کلتور» زده او پرې وپوهیږي. د هغې وړاندیز دا دی چي «مهاجرو ته باید سمدلاسه د هغوی له راتگ څخه وروسته زموږ مقرات او ارزښتونه وروښول او بیان سي.»

هغې «فرانکفورتر الگماینه» ورځپاڼي ته ویلي دي چي «دا باید د لمړي سر څخه ښکاره وي چي موږ ځینو مشخصو شیانو ته اجازه نه ورکوو.» هغې زیاته کړې ده: «که د یوه شاگرد پلار د یوې ښوونکې سره خبري نه کوي ځکه چی هغه ښځه ده نو نباید موږ اسانه لار انتخاب کړو او ورته نارینه معلم ولیږو.»

د ادغامیدو په خاطر لاسلیک اخیستل

د کلویکنر په خبره پر دې سربیره باید که یو مهاجر یوه نوي کور ته کډه کیږي باید د ادغامیدو مکلفیت یوه موافقه لاسلیک کړي. څوک چي آلمانی کورس ته نه ځي، بیا نو باید د هغه امتیازات او پیسې راکمي سي.

په دې ډول نو کلویکنر د ډیرو نورو محافظه کارو سياستوالو تگلاره انتخاب کړه چي پخوا یې لا د ادغامیدو د مکلفیت غوښتنه کوله. د سوسيال مسيحيانو د ګوند مشر هورست زې هوفر، هم د نویو راغلو کډوالو څخه وغوښتل چي عیسوي اروپايي ارزښتونه مراعت کړي.

خو دا لمړی ځل نه دی چي یولیا کلویکنر د مهاجرو له پاره د اروپايي ارزښتونو د منلو او مراعتولو غوښتنه کوي. هغه چی په اوس وخت کی د صدراعظمې انګلا ميرکل، د انتخاباتي کمپاین مرستیاله ده او غواړي د راین لنډ فالز ایالت، لمړی وزیره سي په تکرار سره یې د یو غرې د منع کولو غوښتنه کړې ده.

خو پوښتنه دا ده چی آیا دغه ډول غوښتنی به په رښتیا هم د کډوالو د لا ښه ادغامیدو سره مرسته وکړي؟

د مهاجرو موضوع د انتخاباتي کمپاین وسیله

د راین لنډ فالز ایالت لمړی وزیره مالو درایر، چی په دغه ایالت کي د یولیا کلویکنر د راتلونکو ایالتي انتخاباتو اصلي سیاله ده، د ارزښتونو د بحثونو بیرته راتازه کول او گرمول د «بې معنی وارخطايي» په توگه رد کړي دي.

هغې «شپیگل اونلانین» ته ویلي دي چی دا څرگنده خبره ده چی په آلمان کي هر څوک باید مقررات او قوانین مراعت کړي. دا په طبیعي توګه هم د هر مهاجر او هم د هر آلماني له پاره اعتبار لري.»

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند فراکسیون مشره کاترین گویرینگ ایکارد، هم د ارزښتونو د بحثونو راتازه کول چي د اتحادي گوندونو، مسيحي دموکراټانو او سوسيال مسيحيانو له خوا مطرح کیږي، ردوي او وايي: «اساسي قانون د ټولو له پاره اعتبار لري. بې تفاوته ده چي هغه له دمشق څخه راځي او یا له درسدن څخه.»

د هغې په خبره څوک چي د مهاجرو په ارتباط اوس د ښځو او نارینه و پر مساوات او همجنسبازي باندي ټینگار کوي نو باید پخپله هم پر هغه باندې معتقده وي.

د آلماني کورسونو کمښت

د ډیره وخته راهیسي په آلمان کي دا بحثونه روان دي چي دغه هیواد په کومه اندازه نوو راغلو مهاجرو ته بدلون ورکولای سی. د نورو تر څنگ د ژبي پر زده کولو باندي ټول سره متحد دي چي د ادغامیدو په لار کي مؤثر واقع کیږي. خو لوی مشکل هم همدلته موجود دی ځکه چي د پخوا په ډول په کافي اندازه د آلمانی ژبي کورسونه وجود نه لري.

پر دې سربیره، هغو کډوالو چي د پناه غوښتلو پروسه یې لا دوام لري، د تیر کال تر اکتوبر پوري اصلأ د دې امکانات نه لرل چی د ژبي په یوه کورس کي برخه واخلي. د راین لنډ فالز ایالت د پناه غوښتني د کاري ډلي ویاند زیگفرید پیک، په دې اړه وايي: «د ادغامیدلو مانع کیدونکې کډوال نه دي، بلکه پخپله سیاست دی.»

د هغه په خبره د «مقراتو او ارزښتونو امضأ کول، یوه بې معنی مفکوره ده او په هغه سره څوک نه ادغامیږي، بلکه باید د مهاجرو سره د ورځني کار او زحمت له لاری هغوی ته دغه ارزښتونه او مقرات په عملي ډول ورزده او وښوول سي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب