1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيف: پر ختيځ باندي نور کنترول نه لرو

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د اوکراين په ختيځ کي يو شمېر ښارونه او کلي د دغه هيواد د حکومت له کنتروله د وتلو په حال کي دي. اوس وخت په دغه سيمه کي نزدې ۱۰ ښارونه د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په کنترول کي دي.

https://p.dw.com/p/1BrsL
انځور: dpa

که له يوې خوا سړی په کيف کي له پوځي چارواکو څخه د پوځ د «بشپړ چمتوالي» خبري اوري له بلي خوا د دغه هيواد موقت جمهور رئيس الکساندر تورچينوف په زغرده منلې ده چي د هيواد په ختيځ کي يې امنيتي ځواکونه د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پر وړاندي «بې وزله» دي. کيف د دغه بحران څپلي هيواد پر ځينو سيمو باندي خپل کنترول له لاسه ورکړی دی.

د فرانسې خبري آژانس د يوه راپور له مخي اوکرايني چارواکو په کيف کي د روسيې پوځي اتشه نيولی او په جاسوسۍ باندي يې تورن کړی دی. د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت له خوا رسنيو ته په ورکړل سوي معلوماتو کي راغلي دي چي پر دغه کس باندي چي نوم يې نه دی اخيستل سوی تور لگول سوی دی چي هغه کارونه چي ده کول د هغه «له ديپلوماتيکو کارونو» سره يې سر نه خوړی. ويل سوي دي چي دغه کس ته له اوکراين څخه د ژر تر ژره وتلو خبره سوې ده.

د جاسوسۍ تور د لوېديځ د پوځي څارونکو په برخه کي چي له يوې اونۍ راهيسي د روسيې د پلوي بيلتون غوښتونکو له خوا په سلوويانسک ښار کي نيول سوي دي هم مهم رول ولوباوه.

په سلوويانسک کي نيول سوي څارونکي
په سلوويانسک کي نيول سوي څارونکيانځور: picture-alliance/dpa

د چهارشنبې په ورځ د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين خبري چي گويا د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان څارونکي به ژر تر ژره آزاد سي اميدونه ډير کړل. دغه راز په سلوويانسک کي د بېلتون غوښتونکو مشر ويچسلاو پونوماريو هم ويلي دي چي څارونکي به ډېر ژر آزاد سي. خو دغه خبري اتري بيا وځنډېدلې. دا چي ولي د پونوماريو له خوا يې نور جزئيات روښانه سوي نه دي. د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان په دغو پوځي نيول سوو څارونکو کي درې تنه آلماني عسکر او يو ترجمان هم شامل دی.

لاوروف هم د خبرو اترو ږغ کړی دی

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په چيلي کي د خپل سفر پر مهال ويلي دي چي د اوکراين انتقالي حکومت او د هغو سيمو استازي، په ځانگړې توگه د اوکراين جنوب ختيځي سمي چي روسي ژبي دي د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان تر څارني لاندي دي خبرو اترو ته سره کښېني. روسيې ډير وخت د اوکراين انتقالي حکومت په رسميت نه پيژانده، ځکه چي په خبره يې دغه حکومت د يوې کودتا په ترڅ کي رامنځ ته سوی دی.

لاوروف يو وار بيا د مسکو پلوه فعالانو خبره وکړه او زياته يې کړه: «دغه خلک په دوامداره توگه د کيف له خوا گواښل کيږي چي پر وړاندي به يې د پوځ او زغروالو ټانکو څخه کار واخيستل سي.» هغه زياته کړې ده «موږ غواړو چي برمته سوي څارونکي آزاد سي، خو موږ کولای نه سو چي د محلي ملېشو په اړه پريکړه وکړو.»

يوه رايه ډيره

د کيف لوېديځ پلوه انتقالي حکومت چي اوس په خپل هيواد کي تر فشارلاندي دی غواړي چي د دغه کړکېچ څپلي هيواد د راتلونکي له پاره د می مياشتي پر ۲۵ نېټه د جمهوري رياست پر ټاکنو سربيره يوه ټولپوښتنه هم ترسره کړي. د اوکراين موقت لومړي وزير ارسني ياڅينيوک ويلي دي چي په ټولپوښتنه کي به خلک پريکړه وکړي چي غواړي د يوه واحد هيواد په توگه پاته سي.

خو د اوکراين په جنوب او ختيځ کي روسي پلوه فعالانو بيا د می مياشتي پر ۱۱ نېټه له کيف څخه د جلا کېدو په خاطر خپله يوه ټولپوښتنه پلان کړې ده.