کيري له مصر سره د مرستو اعلان وکړ
۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبهکیري ټینګار کړی دی چې دغه مرستې به د یوې ديموکراسي په توګه د مصر د راتلونکې ملاتړ وکړي. اعلان شوې مرستې به په څو پړاونو کې د مصر حکومت او په دې هیواد کې د ديموکراسي په برخه کې فعالو سازمانونو ته ورکړل شي.
کیري دمشق ته خپل دوه ورځینی سفر د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره تر لیدو وروسته د یکشنبې په ورځ پای ته ورساوه. مرسي د جون په میاشت کي د مصر ټاکنې وګټلې او په ديموکراتیک ډول د مصر لومړی انتخاب شوی ولسمشر شو.
د دې هیواد پخوانۍ مشر حسن مبارک، د مصريانو د پاڅونو په پایله کې له واکه ګوښه شو، او په پلان کي ده چي د اپريل پر۱۳يې محکمه پيل شي.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې کیري له مورسي سره د لیدنې پر مهال هغه ته په خطاب ویلي دي: «دا واضیح خبره ده چې د مصر د یوالي، سیاسي ثبات او اقتصادي ودې د بیا رامنځ ته کولو له پاره لا ډیر کار ته اړتیا لیدله کیږي.»
مرستې تر اصلاحاتو وروسته کیږي
کیري د مصر اړتیاو ته په کتو سره له دې هیواد سره په لومړي سر کې۲۵۰میلیونه ډالر مرستو اعلان وکړ. دغه مرستې به مصر ته په څو پړاونو کې ورکړل شي چې په لومړي پړاو کې د مرستو کچه۱۹۰میلیونه ډالر ټاکل شوې ده.
هغه وویل: «متحده ایالات به په لومړي سر کې د۴۵۰ میلیونو ډالرو مرستو له ژمنې څخه د مصر د بودجې د تمویل په موخه دې هیواد ته ۱۹۰ میلیونه ډالر وکړي.»
اوس مصر د پیسو له نړیوال صندوق سره د ۴.۸ میلیارده ډالرو پور د ترلاسه کولو پر سر خبري اتري کوي. دغه هیواد له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د امریکا له خوا مصر ته د ژمنه شویو مرستو پاته برخه به په دې هیواد کې د ریفورمونو د رامنځ ته کیدو په صورت کې دمشق ته وسپارل شي.
کیري زیاته کړه چې متحده ایالات به همداراز له هغو سازمانونو سره چې په مصر کې د ديموکراسي د ترویج له پاره کار کوي د۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستي وکړي. هغه وویل چې د دغو مرستو کچه ان ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیدای شي.