1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيري د بهرنيو چارو د وزير په توگه تاييد سو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو سنا د سه شنبې په ورځ سناتور جان کيري د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تائيد کړ. کيري د بهرنیو چارو د اوسنۍ وزیرې مېرمن کلينتن ځای نیسي.

https://p.dw.com/p/17Tvi
انځور: Getty Images

سناتور جان کیري د میسي چوسیتس له ایالت څخه د امریکا د سنا غړی دی. کيري تر خپل هيواد دباندي ځکه پيژندل کيږي، چي د ۲۰۰۴ کال د ولسمشر په ټاکنو کي يې ځان کانديد کړی وو او ستر کمپاينونه ئې پيل کړي ول.

دغه امریکایي ديموکرات سیاستوال تیره میاشت د ولسمشر اوباما له خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ونومول شو. په سنا کې د سناتور جان کیري تائيد کوم ستونزمن کار نه وو. دغه ۶۹ کالن سياستوال د خپل عمر ۲۸ کال د امریکا په سنا کې تیر کړي دي او د امریکا په دواړو گوندو کې نفوذ لري.

اوباما په یوه بیانیه کې وویل: «د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مشران د جان درناوی کوي. پر هغه باندي د امریکا ‎په سنا کې ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي اعتماد لري. زه باور لرم چې هغه به د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه فوق العاده دنده تر سره کړي.»

اوباما زیاته کړې ده: «زه په راتلونکو کلونو کې د هغه پر مشورو او همکارۍ باندې حساب کوم، چي موږ وشو کولای په نړۍ کې د امریکا د رهبرۍ موقف کلک وساتو او د هغو ارزښتونو له پاره کار وکړو چې زموږ اولس سره یو ځای ساتي.»

اوباما د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري په توګه په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزن رایس، هم په پام کې نیولې وه. جان کیري تر تائيد وروسته وویل چې ورباندي د شوي اعتماد له کبله ډیر خوښ دي.

په پلان کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو اوسنۍ وزیره به د راتلونکې جمعې په ورځ خپله دنده پای ته ورسوي. داسي آوازې هم دي چې مېرمن هیلري کلنتن غواړي چې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ولسمشري ټاکنو کې ګډون وکړي. خو هغې ویلي دي چې اوس غواړي تر څلورو کلونو کار وروسته د یوې مودې له پاره آرام وکړي.

سناتور جان کیري د امریکا د بهرني سیاست په برخه کې ډیره تجربه لري. هغه د غزې تراډي، سوریې، پاکستان، افغانستان او د منځني ختیځ هیوادو ته څو څو واري سفرونه کړي دي. خو په راتلونکو میاشتو کې ښايي هغه له سختو شرایطو سره مخامخ شي. ځکه په دې موده کې امریکا غواړي له منځني ځتیځ سره خپلې اړیکې بیرته نورمالي کړي او له افغانستان څخه خپل جنګي ځواکونه راوباسي.