کيري خپل لومړی رسمي سفر پيل کړ
۱۳۹۱ اسفند ۸, سهشنبهولسمشر بارک اوباما سناستور جان کیري ته دنده سپارلې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرني سیاست مشري پر غاړه واخلي. کیري چې له پخوا څخه د امریکا له بهرني سیاست سره ښه اشنایي لري، په خپل لومړي اقدام کې یو شمیر اروپایي او د منځني ختیځ هیوادونه ته یو کاري سفر پلان کړ.
کیري د ډیر وخت له پاره د امریکا د سنا د بهرنیو چارو د کمېټې غړی وو او له همدې کبله له نړیوال سیاست سره پوره اشنایي لري.
د بیرتلسمن د بنسټ غړی تایسن بارکر، وایي چې اروپايي ټولنه له جان کیري سره په اړیکه نیولو کې کومه ستونزه نه لري، او جان کیري هم له اروپايي ټولنې سره په کار کې ستونزه نه ویني. ځکه د دغه کارپوه په خبره هغوی یو بل ډير ښه سره پیژني.
د سفر اجندا
جان کیري به په خپل سفر کې اروپايي او د منځني ختیځ هیوادونو ته په دې اړه چې څرنګه کولای شي د سوریې دوې کلني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي، نوي نظرونه ورکړي. هغه ویلي دي چې په خپل سفر کې به پر داسې لارو چارو خبرې وکړي چې په پایله کې یې ولسمشر بشارالاسد له واکه لاس واخلي او په سوريه کې له ديموکراتیکې لاري د قدرت انتقال ته لاره اواره کړي.
د کیري د سفر د اجندا په نورو مهمو موضوعګانو کې په افغانستان او مالي هيوادونو کې جګړې هم شاملې دي. د ایران اټومي شخړه د هغه د سفر د اجندا بله مهمه موضوع ده.
جان کیري خپل سفر د یکشنې په ورځ له انګلستان څخه پیل کړ. هغه په دې هیواد کې له خپل انګلیسي سیال او د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل. کیري د سه شنبې په ورځ آلمان ته ورسید، چې له خپل آلماني سیال سره وگوري. کیري به همداراز د آلمان له صدراعظمې انګيلا میرکل سره هم وویني.
کیري په لندن کې د افغانستان له جګړې څخه نیولې تر فولکلند ټاپوګانو پوري پر شخړو باندي خبرې وکړې. خو په آلمان کې ښايي د هغه د خبرو اترو اصلي موضوع د امریکا او اروپا تر منځ سوداګريزي راکړي ورکړي یا trans-Atlantic وي. په فرانسې کې به د کیري د سفر اصلي موضوع د مالي په جکړه کې د دغه هیواد ونډه او د ولسمشر فرانسوا اولاندې سیاستونه وي.
تر دې وروسته به کیري روم ته ولاړ شي، چې د سوریې د اپوزیسیون له مشرانو سره وویني. تر روم وروسته د کیري د سفر بل هدف ترکیه ده.
په بهرني سیاست کې د لویو بدلونونو تمه نه کیږي
داسې نه ښکاري چې د کیري د سفر په پایله کې دې د سوریې په اړه د امریکا متحده ایالاتو په سیاست کې بدلون راشي. چارواکو ویلي دي چې کیري ښايي په دغه سفر کې یوازي «یادښتونه» واخلي. د کیري سفر به تر ترکیې وروسته د منځني ختیځ هیوادونو ته په سفر سره پای ته ورسیږي.