1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای شی چې پاکستان ته يو ځل بيا ملياردونه ډالر ورکړ شی

۱۳۸۷ اسفند ۶, سه‌شنبه

فرانسپرس آژانس د فبرورۍ د مياشتې د 23 نېټې د دوشنبې د ورځې خپل يوه خبر کې ليکي، د پاکستان او افغانستان غټو سياستمدارانو د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې خپل منځي خبرې پيل کولې.

https://p.dw.com/p/H0Ic
په افغانستان کې يو امريکايي عسکر د پاکستان سرځد ته نږدې
په افغانستان کې يو امريکايي عسکر د پاکستان سرځد ته نږدېانځور: AP

دا په داسې حال کې چې يوه سناتور، پاکستان ته د ترهگرۍ ضد مبارزې په خاطر د ملياردو ډالرو په ورکولو باندې د غور کولو غږ کړی دئ.

دا خبرې اترې د امريکې د مشر بارک اوباما لخوا، څوک چې افغانستان ته نور 17000 سرتيري استوي او غواړي په پاکستان کې د تندلارو پر ضد جگړې ته زياته پاملرنه وکوي، د امريکې په ستراتيژۍ باندې د نوي غورکولو يوه برخه ده.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران به، کوم چې تل په دې موضوع کې مخالفت سره لري، د دې درې اړخيزه غونډې له پيل نه مخکې د سه شنبې په ورځ د امريکې د بهرنيو چارو له وزيرې هلري کلنتن سره ليدنه کتنه کوي.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند رابرت ووډز څرگنده کړې، کلنټن غواړي له دواړو وزيرانو سره وگوري، د دوی نظريات واوري، او البته زموږ نظر به د سيمې د حالاتو د بهير په هکله دوی ته څرگندوي.

له غونډې نه مخکې د کانگرس لخوا يوه گمارل شوي، د افغانستان پولو ته نږدې په صوبه سرحد او آزادو قبايلو کې له اسلامي تندلارو سره د مبارزې د يوه مفصل پلان کمبود ته گوته ونيوه.

قبايلي سيمې هېڅکله په پوره توگه سره د پاکستان تر وولکه لاندې نه دي راغلې او گمان کيږي چې په 2001 ميلادي کال کې د امريکايانو لخوا د طالبانو له شړلو وروسته هغوی ته د پټې ځای گرزېدلی.

د امريکې د کانگرس د پاره د معلوماتو او احصايو برابرولو دولتي څانگې ويلي دي، چې د امريکې متحده ايالتونو له 2002 ميلادي کار راهيسې ١٢،٣ مليارده ډالر، له افغانستان سره د پاکستان په پولو کې د ترهگري خطر له کبله لگولي دي

هغه اداره وايي، د امريکې او پاکستان د حکومتونو د شپږکلنو کوششونو سره سره، القاعده بېرته په دې باندې توانېدلې ده، چې په امريکه باندې حملې وکوي او د پاکستان په صوبه سرحد کې ځان ته هوسا او خوندي سيمه ولري. اداره وايي چې پاکستان ته د امريکې د مرستو درې پر څلوره برخه نظامي لگښتونه وو - اکثر د نظامي عملياتو د پاره. د ادارې په رپوټ کې پټ فعاليتونه او عمليات په نظر کې نه دي نيول شوي.

Malerisch, aber folgenlos
انځور: AP

د امريکې په سنا کې د بهرنيو مرستو د جرگه گۍ مشر سناتور رابرت مننديڅ په ډاگه کړې، چې د رپوټ له مخې پاکستان ته د امريکې مرستې بېځايه او بې گټې ښکاري.

د اوباما د دموکراتيک گوند غړي مننديڅ وړاندې ويلي دي: دا روښانه خبره ده، چې د اوو تېرو کالونو پرستراتېژۍ بايد غور وشي او دا چې زموږ د امنيت د بهتره کولو په خاظر ضرورت شته او که څنگه.

ده وړاندې جوته کړه، زه پر يوې داسې پاليسي باندې د کارکولو فکر کوم، چې له هغه ادارو سره کمک وکړل شي، کومې چې د اوږدې مدې د پاره د ثبات مرسته او په پاکستان کې خطر کمولی شي.

سناتور ټام هارکين بيا څرگنده کړې، د جارج بوش مخکينۍ ادارې د ماليې ورکوونکو په ملياردو ډالر بيځايه خرڅ کړيدي. د بهرني سياست او کورني امنيت غلطۍ د بوش د ادارې نورې پايلې دي. هغه څه چې موږ يې اوس بايد له اوباما او نوي کانگرس سره مرمت کړو.

د پاکستاني طالبانو د لوی قوماندان يوه مرستيال د دوشنبې په ورځ په باجوړ کې، د پاکستاني پوځونو له يوه مياشتيني نظامي عملياتو وروسته، يو اړخيز اوربند اعلان کړ.

پاکستان وايي د دوی عمليات د ياغيانو پرضد د مبارزو ښکارندوی دي.

دموکراتيک استازي جورج ميلر، چا چې په دې وروستيو کې له افغانستان څخه کتنه کړېده، ويلي دي، پاکستان له تندلارو سره پوره مبارزه نه کوي.

ميلر وايي، موږ نور په پاکستان کې ، د مبارزې کولو او نه کولو او مرسته کولو او نه کولو په بڼو سره دو رويي نه شو زغملی.