1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای سي چي په راتلونکو ټاکنو کي زلمی خليل زاد د حامد کرزي سيال وي

۱۳۸۷ شهریور ۱, جمعه

آيا داممکنه ده چي زلمی خليل زاد د افغانستان دجمهوري رياست مقام ته ځان کانديد کي؟

https://p.dw.com/p/F2z5
په ملګرو ملتونو کي د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد
په ملګرو ملتونو کي د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليل زادانځور: AP

دا هغه پوښتنه ده چي ډيری يې طرحه کوي. دادی اوس د دويچه ويلي- DWآلمان ږغ راډيو د افغانستان د کار پوه ډاکتر سراج رسولي سره چي تازه د افغانستان څخه راغلی دی ، يوه مرکه کړې ده ،چي تاسي ته يې لنډيز وړاندي کوو.

ده د افغانستان د راتلونکي لپاره د يوه طرفه اميدواري ښکاره کړه،او د بله طرفه يې حالت مايوسه کونکی وبلۍ، ځکه د افغانستان په يوه برخه کښي تر اوسه پوري هم جنګ روان دی، او وچکالي هم حاکمه ده. چي پدې حساب خلګ نه يوازي د جنګونو، بلکي د وچکالۍاو خوراکي شيانو د ګرانۍ څخه هم په تشويش کي دي. پدې خاطر اوس ډير خلګ بيرته د افغانستان څخه وزي، او د امن ځايونو ته ځان رسوي. خو اميدواره کونکی پدې دی، چي خارجيان خپلو اشتباګانو ته متوجه سوي دي، او اوس غواړي د بيا جوړولو په برخه کښي جدي ګامونه پورته کي.

زلمی خليل زاد اوس مهال په ملګرو ملتونو کي د امريکا خاص استازی دی
زلمی خليل زاد اوس مهال په ملګرو ملتونو کي د امريکا خاص استازی دیانځور: picture-alliance/ dpa

دی وايي چي: د خارجيانو څخه د مايوسۍ تر څنګ، خلګ د کرزي څخه هم مايوسه دي. ځکه چي هغه نور د افغانستان د ادره کولوقدرت نلري. خو داچي کرزي اعلام کړی دی، چي بيا دجمهوري رياست مقام ته کانديول غواړي، خلګ په تشويش کښي دي. ده اضافه کړه چي د حامد کرزي تر څنګ ښاغلی جلالي، ښاغلی اشرف غني ، ښاغلی بشر دوست او نور کسان هم غواړي چي ځانونه کانديد کي.

خو کله چي ما د خلګو څخه پوښتني وکړې، د بزګرانو څخه نيولې بيا تر سياست مدارانو پوري ، ټولو ويلي دي چي يو څوک بايد ځان کانديد کي، چي هغه د خلګو رضاييت پلاس راوړي. او خلګو هم زيادتره د ښاغلي زلمی خليل زاد نوم ياداوه. ځکه چي هغه وخت چي دی د امريکا د نماينده په حيث په افغانستان کي سفير ؤ، شرايط نسبتأ ښه وه، او خلګ هم دده څخه د هغه وخت ښې خاطرې لري.

ددې پوښتني په جواب کښي چي آیا زلمی خليل زادغواړي ځان کانديد کي وويل چي تر کمه ځايه چي زه خبر يم ،هغه ويلي دي چي هر وخت چي خلګ او ملت وغواړي، زه به د خلګو خدمت وکم.