کوچنۍ نړۍ
د انگلیسي هنرمند ویلارد ویگن، کار ډیر خلک حیران کړي دي. هغه دومره وړوکې مجسمې جوړي چې د یوې ستنې له سپم څخه تیریدای شي.
د وړوکو مجسمو نړۍ
د دې له پاره چې یو څوک د انګلیسي هنرمند ویلارد ویګن، کارونه وویني، بايد ډیر ځیر شي. ویلارد په دې انځور کې یوازې یوه عاده ستنه په لاس کې نه لري. دا د هغه هنر دی. وړکی یا میکرو هنر. د ستنې په سر کې هغه د فیفا یو کپ جوړ کړی دی.
مایکروسکوپیک هنر
سړی په دې انځو کې کولای شي چې د ویگن د کار وړوکوالی وویني. دغه د سرو زرو کښتۍ په اسانۍ سره د ستنې له سپم څخه تیریدای شي. د دغه هنرمند شل غوره کارونه د هامبورگ په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې دي. د هغه ټول هنري اثرونه په یوه جیب کې لیږدول کیدای شي.
د میږانو له پاره کورونه
دا چې ولې ویګن د وړوکو شیانو له جوړولو سره مینه پیدا کړه، د هغه په ماشوموالي کې ريښې لري. ویګن په ښوونځي کې ډیر لایقه نه وو او له همدې کبله د هغه ټولګيوالو ورباندې ملنډې وهلې. ویګن له همدې کبله د ځان له پاره یو نوی مصروفیت پیدا کړ او د خپلو میږانو له پاره به یې کورونه جوړول. د وخت په تیریدو سره د ویګن اثرونه نور هم وړوکي شول.
وړوکي خو ډیر
د ویگن په خبره دغه موضوع د ده په یوه شوق باندې بدله شوه. او له همدې کبله یې د وړوکو مجسمو جوړولو ته دوام ورکړ.
ښایسته مجسمې
ویگن د خپلو مجسمو د جوړولو له پاره وسایل هم خپله جوړوي.هغه له الماسو څخه ډیرې وړوکې قیچۍ هم جوړې کړې دي. هغه له دغو وړوکو وسایلو څخه د وړوکو مجسمو د جوړولو په موخه کار اخلي.
د رنگ وړوکی برس
ویگن له یوه ایښته څخه د رنگ د برس په توگه کار اخلي. دا د هغه د کار یوه ډیره مهمه اله ده.
د زړه د ضربو تر منځ کار کوول
د دې له باره چې ویگن وشي کولای په خپلو وړوکو اثرونو کې جزئیات خلق کړي هغه د زړه د ضربو تر منځ وخت چې یوه نیمه ثانته ده کاروي او په همدې وخت کې پر مجسمو باندې کار کوي. د دې کار لامل دا دی چې په دې وخت کې د هغه لاسونه تر بل هر وخت ډیر ثابت وي
په یوې ورځ کې ۱۸ ساعته کار
ویگن له خبل بدن څخه د هنر د خلقولو په موخه کار اخلي. هغه وایي چې په یوې مجسمې باندې کار ښايي تر درو میاشتو پورې دوام وکړي چې دې باید په کې هره ورځ د اتلسو ساعتونو له پاره کار وکړي.
د ویگن شهرت
د ویګن وړوکو مجسمو یو شمیر جایزې هم ګټلې دي. اوس د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ویګن هنر مینه وال لري.