1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچني پورونه يوازي د پرمختيايي هيوادو له پاره نه دي

محمد قاسم نوري/ يوهانه۱۳۹۲ آذر ۲۱, پنجشنبه

ځيني کسان کوچني قرضې له بې وزلۍ څخه د خلاصون لار بولي، خو ځيني نور بياهغه د پورونو په جال کي لا بنديدل او غرقېدل بولي، نو کوچني پورونه څه شی دي؟

https://p.dw.com/p/1AXu4
انځور: Fotolia/apops

په آلمان کي ډېر داسي ځوانان سته چي غواړي کوچني پورونه واخلي او خپل ځانونه مستقل کړي. خو بانکونه اعتبار نه ورباندی کوي. په ۲۰۱۰ کال د آلمان د کوچنيو مالي پورونو د ورکولو انستيتيوت جوړ سو، څو دغه خلا ډکه کړي. د دغه انستيتيوت يو کارکوونکی يورګ سولمن وايي: «جرمني څو کاله دمخه لا داسي وو، لکه يو پرمختيايي هيواد، خو په دې منځ کي يې ډېر تغير کړی دی: د ۲۰۱۰ م کال راهيسي څه ناڅه ۱۵۰۰۰ کوچنۍ قرضې ورکړل سوي دي.»

د مفکورې له پيداکيدو څخه تر پلان جوړولو پوري

يوه آلمانۍ چي عمر يې تر ۳۰ کلونو لوړ دی او له ۱۵ کلونو راهيسي یو بريالی شرکت لري وايي، کله چي دې د بايرن ايالت د «اوبر بايرن» ښار په شاوخوا کي خپل بار وړونکي موټر چلاوه، ليدله يې، چي څرنګه له يوه کال څخه تر بل پوري د کورونو پر سرو باندي د سولار تختې نصبيږي او وار په وار ډېريږي.

سیلویا هوهنتینګروايي: «ماته فکر راولوېد چي دغه تختې خو بايد پاکي هم سي. بيا مي نو په۲۰۱۱ کال کي د همدغه کار له پاره تصميم ونياوه. ما لومړی دا وسنجول چي د دغه کار له پاره کومو سامان الاتو ته اړتيا ده او څومره پيسې غواړي. خو کله چي مي د پيسو له پاره خپل بانک ته مراجعه وکړه، هغوی راته د رد جواب راکړ.»

سیلویا هوهنتینګر
انځور: privat

خو بيا يوه محلي مالي انستيتوت دې ته کوچني قرضه ورکړه. فقط يوه فورمه يې خانه پوري کړه او په دوو اونيو کي يې۲۰۰۰ يورو په لاس راوړې.

نوي لاري، نوي جوړښتونه

د سيلويا هوهنتينګر په شان ډير نور بېکاره ځوانان، چي دولتي کومکونه يې په لاس راوړل او غوښتل يې ځانونه مستقل کړي، هم د خپلو بانکونو څخه مايوسه کيدل.

له ۲۰۱۰ کال راهيسي په آلمان کي تر ۶۰ زياتو شرکتونو د کوچنو قرضو د اخيستلو له پاره د کوچنو پورونو ورکولو انستيتيوت ته خپل غوښتنليکونه وړاندي کړي دي. دا هغه نوي شرکتونه دي چي د۳۰۰۰ څخه تر۲۰۰۰۰ يورو پوري مالي مرستو ته اړتيا لري.

خو د يورګ سولمن په خبره څوک چي دغه ډول قرضې اخلي، هغه بايد په دې پوه وي چي کوم شی يا شرکت چي دی جوړوي، هغه دومره ګټه ورکولاي سي، چي د پور سود ځيني ورکړي او پور هم بيرته ادا کړي.

د پوروړيتوب په جال کي د بنديدو بيره

د مونشن ښار د «سيرا» په نامه نوي مشورتي شرکت څخه ديويد سي کاچيک، د کوچنيو پورونو له اخيستلو څخه بيره لري. دا له دې څخه بيريږي چي کيدلاي سي د ټول ژوند له پاره پوروړې پاته سي. دا وايي چي «زموږ شرکت ته هيڅ وخت د کوچني پور اخيستلو مفکوره نه ده ورپيدا سوې. لومړی خو دا چي موږ تر اوسه پوري اړتيا نه ده ورته پيدا کړې او دوهم داچي د دغې قرضې اخيستل، په اصطلاح پخپله ځان د پورونو په جال کي بندول دي.»