1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچني افغان انځورګر ته د سربستان د تابعیت وړاندیز

۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د سربستان ولسمشر د کوچني افغان انځورګر کورنۍ ته د دغه هیواد د تابعیت ورکولو وړاندیز کړی دی. دغه خبر د سربیا د ولسمشرۍ دفتر ورکړی دی. دغه ماشوم په وروستیو کې د «کوچني پیکاسو» په نوم هم شهرت موندلی دی.

https://p.dw.com/p/2iNgu
Serbien Farhad Nuri Flüchtling aus Afghanistan (picture-alliance/PIXSELL(S. Ilic)
انځور: picture-alliance/PIXSELL(S. Ilic

لس کلن افغان ماشوم فرهاد نوري، له اتو میاشتو راهیسې په بلګراد کې د مهاجرو په یوه کمپ کې له مور او پلار او دوو ورونو سره اوسیږي. په دغه موده کې نوموړي ماشوم د ځینو مشهورو انځورګرو نقاشیو انځورولو په ځایي رسنیو کې د کوچني اتل په توګه مشهور کړی دی. د سربیا ولسمشر دغه کوچني انځورګر ته د هغه د هنري استعداد له کبله د خپل هیواد د تابعیت ورکولو وړاندیز کړی دی.

Serbien Little Picasso afghanischer Maler Merkel Portrait
فرهاد نوري، د آلمان د صدراعظمې مېرکل انځور په موبایل کې د یوه عکس له مخې د کاغذ پرمخ کښلی دیانځور: picture-alliance/Pixsell/S. Ilic

د چهارشنبې په ورځ فرهاد نوري او د هغه کورنۍ ته بلنه ورکړل شوې وه، څو له ولسمشر الکسندر وچیچ سره وویني. د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د سربستان ولسمشر دغه کورنۍ ته د تابعیت ورکولو وړاندیز او د فرهاد نوري پلار ته د دندې ورکولو ژمنه هم وکړه.

ولسمشر وچیچ کوچني ماشوم او د هغه خپلوانو ته ویلي دي: «دا به زموږ له پاره ویاړ وي که تاسو یې [د تابعیت وړاندیز] ومنئ.»

په تیرو دوو کلونو کې له سویلي آسیا، منځني ختیځ او افریقا څخه ګڼ شمیر پناه غوښتونکو د اروپا پر لور مخه کړې ده. اوسمهال په سربستان کې د مهاجرو په ۱۸ کمپونو کې ۴۵۰۰ مهاجر ژوند کوي.

د دغو کسانو زیاتره یې په لویدیځه اروپا کې د یوه نوي ژوند پیلولو هیله لري، خو په ۲۰۱۶م کال کې په اصطلاح د بالکان مسیر تر تړل کیدو وروسته ګڼ شمیر پناه غوښتونکي په سربستان کې بند پاتې دي.

د سربستان د یوه غیر دولتي سازمان «اسایلم پروټکشن سنټر» څخه رادوس دورویچ، د ولسمشر د دغې پریکړې هر کلی کړی دی خو هغه بیا د سربستان د پناه غوښتنې د بهیر د رغولو پر سر ټینګار کوي. دغه فعال په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې پناه غوښتونکي «د ډیر اوږد وخت له پاره انتظار باسي، خو په ډیر شمیر قضیو کې پناه نه تر لاسه کوي.» د دوروچ، په خبره دغه سیستم باید ډیر ژر سم کړی شي.

Serbien Belgrad Kleiner Picasso
دا هم فرهاد نوري (د کاغذ تر شا) او د هغه په لاس د کښل شوي سلوادور دالي، رسم چې یو مشهور هسپانوی انځورګر ووانځور: Imago/Pixsell

نوري تیره اوونۍ په بلګراد کې د یوه ناروغ سربیایي ماشوم سره د مرستې له پاره خپلې نقاشۍ نندارې ته وړاندې کړې وې.

دغه کوچني انځورګر ویلي وو چې هیله من دی چې سویس ته لاړ شي او د انځورګرۍ او ژبپوهنې په برخه کې لوړې زده کړې وکړي. خو د سربیا ولسمشر ویلي دي چې دی به هڅه وکړي چې فرهاد نوري په دغه هیواد کې پاتې کیدو ته قانع کړي.