1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: وسله وال بريد درې کسان ووژل

آژانسونه۱۳۹۴ تیر ۱۵, دوشنبه

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کي د نامعلومو کسانو ډزو درې کسان ووژل او يو شمېر نور يې ژوبل کړل. وژل سوي دوه کسان د هزار ټبر سره تړاو لري او يو يې پوليس دی.

https://p.dw.com/p/1FtE3
انځور: AFP/Getty Images/B. Khan

د پاکستان د بلوچستان ايالت پوليس وايي چي په کوټه ښار کي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جولای ۶مه) د وسله وال بريد په ترڅ کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده. امنيتي چارواکي وايي چي دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د کوټي په جوائنټ روډ باندي یو شمېر کسان د پاسپورټ د دفتر دباندي د خپل واري په انتظار ولاړ ول.

زياته سوې چي دوه وسله کسان چي پر موټر سائيکل سپاره ول، پر انتظار کوونکو ډزي وکړې چي پکښي دوه کسان ځای پر ځای ووژل سول. د وژل سوو دغو دواړو کسانو په هکله ويل سوي چي د هزاره ټبر سره تړاو لري.

د چارواکو په وينا په دغه بريد کي د پاسپورټ دفتر يو ساتونکی پوليس هم اول ژوبل سوی او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړې ده. په بريد کي د يوې مېرمني او يو نارينه د ژوبل کېدو خبر هم ورکول سوی دی. ويل سوي چي ژوبل کسان و نژدې روغتون ته رسول سوي دي.

د کوټي د پوليسو په وينا دوه بريدګر په تېښته کي بريالي سوي. زياته سوې چي د پاسپورټ د دفتر د ساتونکي سره د ډزو په تبادله کي يو بريدګر ژوبل سوی هم دی.

تر اوسه د دغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې. يوه ورځ مخکي د پاکستان په بهاولپور کي يو واعظ د شعيه مذهبو پر ضد و توندلاريتوب ته د رابللو په تور تر لسو کالو څخه په زيات بند محکوم سوی ؤ.

کوټه د تيرو څو مياشتو راهيسي د وسله والو او بمي بريدونو شاهده پاته سوې ده. د دوشنبې د بريد څخه يوه ورځ تر مخه په دغه ښار کي بمي بريد هم مرګ ژوبله رامنځ ته کړې وه.