کونړ: د طالبانو برید ۱۳ سرتیري ووژل
۱۳۹۲ فروردین ۲۳, جمعهیادښت: انځور له ارشیف څخه
د کونړ ولایت له پاکستان سره اوږده پوله لري چې ویل کیږي ډیر شمیر جنگیالي د همدې ولایت له لارې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته اوړي. طالبان په افغانستان کې د هوا له گرمیدو سره سم خپلو بریدونو ته زور ورکوي او په غرنیو سیمو کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو باندې بریدونه کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، د جمعې په ورځ وویل چې پېښه د کونړ ولایت په ناري ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جگړې د پنځو ساعتونو له پاره دوام وکړ. د ښاغلي عظیمي په خبره د جگړې په پایله کې ۱۳ افغان سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، له رسنیو سره په تماس کې ادعا کړې ده چې وسلوالو طالبانو د افغان سرتیرو پوسته تر خپل کنترول لاندې راوستې ده، او په دې توانیدلي دي چې له دې پوستې څخه یو شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي. د طالبانو دې ویاند ادعا کړې ده چې په برید کې ۱۵ سرتیري وژل شوي دي. خو طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د دولتي تلفاتو شمیر لوړ ښيي.
افغان حکومت ادعا کوي چې طالبان د پاکستان به سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري او د کونړ له لارې افغانستان ته تر اوښتو وروسته خونړي بریدونه تر سره کوي.
پلان شوې ده چې ټول نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي، نو له همدې کبله ښایي سږ کال په دیرو مواردو کې افغان ځواکونه پرته له دې چې د بهرنیو ځواکونو مستقیم ملاتړ ولري د طالبانو د بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.
اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ بهرني ځواکونه میشت دي. د دغو ځواکونو په ډله کې ۶۶۰۰۰ امریکایان هم شامل دي. ویل کیږي چې امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر پوځیان وساتي، خو لا تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې.