کونړ: د زياتو امنيتي ستونزو ريښې د پولې آخوا دي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبهمرکه:
ډويچه وېله : تاسو په خپله یوه مرکه کي ویلي ول چي په کونړ کي امنیتي ځواکونه د دفاع توان نلري. په کوم دلیل؟
ځواب: دا په مجموع کي خبره نه ده بلکه په تیرو ورځ کي ایتلافي قواوي دپیچ د درې د دوؤ ولسوالیو نه وتلي دي اوپه یوې ولسوالۍ کي ځای په ځای شویدي. په دغه حالت کي چي دا د همغږۍ دکمیټې د نظره خلاف کار شوی دی او دوی راوتلي دي ځکه نو موږ داخبره کړې ده. که د پلان مطابق څنګه چي زمونږ د امنیتی ارګانونو د همغږۍ اداره فیصله کوي په هغه صورت کی کولای شو په خپلواکه توګه دفاع وکړو.
اوس مشکل دا دی چي زمونږ د هغه ولسوالیو نه چي بهرنیان وتلي دوې میاشتې کیږي خو ولسوالۍ زمونږ په واک کي دي. د بیا رغاونې کارونه هلته نه کیږی ځکه چي د لاري تگ راتگ ته څوک زړه نه ښه کوي. ټاکل شوې ده د دفاع د وزارت لخوا یو بل کنډک هلته ځای په ځای شي.
ډويچه وېله : تاسو دامهال په کونړ کي د امنيت حالت څنګه جاجوئ؟
ځواب : امنیتي حالت په کونړ کي نظر په دې چي یو سرحدي ولایت دی او د پاکستان سره ۲۴۰ کیلومتره واتن لري ستونزي سته دي. زمونږ زیاتره مشکلات د کرښي نه آخوا وي خ په پرتليزه توګه چي ووایو اوس چي هوا ښه شوې ده جنګي خوځښتونه زیات شوي دي. خو د بیا رغاونې په چاروکي کوم جدي مشکل نه دی پیښ شوی.
ډويچه وېله : په کونړ کي د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو ستونزه حل شوې ده که نه؟
ځواب :کله چي دلته بې ګناه ماشومان شهیدان شول د غازي آباد په ولسوالۍ ډیر کسان د منځه تللي ول په څوکۍ ولسوالۍ کي هم دغسي پیښي شوي دي. خو هغه وخت چي جمهوررئیس کونړ ته راغی او د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت ورکړ د خلکو غوسه څه ناڅه سړه شوه.
جمال کوټوال / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی