1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونډياني هم بايد د ټولني د نورو په شان حق ولري

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کي د تيرو دريو لسيزو جنګ جګړو اوناخوالو له وجهي په سلګونه زره کونډي پاته سوي دي. دوی د ټولني د نورو ستونزو او خپلو يتيمانو د سرپرستۍ د ناخوالو تر څنګ د کورونيو د عنعنوي ناخوالو سره هم مخ دي.

https://p.dw.com/p/11by4
افغان مېرمني
افغان مېرمنيانځور: AP

د کندهار ولايت يو شمېر کونډيانو د دويچه ويله سره په خبرو کي ويلي چي په هغه ولايت کي د اقتصادي ستونزو تر څنگ د سخو مشکيلاتو سره مخامخ دي.

يوه کونډه چي خپل خاوند يې په جګړو کښي د لاسه ورکړی، وايي چي د خاوند په کورکښي د هغه د فاميل د غړو له خوا د ډيرو ستونزو سره لاس اوګريوان ده، آن تردې چي، د دې په وينا له خپل ژونده لاس پر سر ده او د خپل مرګ غوښتنه کوي.

« زما خاوند په چاودنه کي شهيد سو دا خپلي خواښي زما سره ډير سخت ظلم شروع کړی. ما ورته وويل چي پر څه شي ماسره دومره ظلم کوی. زما ژوند داسي تريخ ژوند دی چي الله (ج) ماته راکړی دي. همدا اوس په هر لمانځه کي زه ځانته ښاروي کوم چي الاهي ته ماته غيبانه مرګ راکړي.»

د بشري حقونو د يو تن کارپوه په وينا: کونډي په اسلام او بشري حقونو کښي د هر ډول حقونو څخه برخمني دي. د ده په وينا په افغانستان کښي بې ځايه دودونه او رواجونه او تر ډيره حده بې سوادي او بې علمي د کونډو څخه دا حق اخيستی دی.

« کونډه هم د نورو ښځو په څېر د ټولو بشرې حقوقو څخه برخمنه ده، لکه د ټولني نور نارينه او افراد چي يې لري. هغوی د مالکيت حق لري، د ژوند حق لري، د خپل سرنوشت د ټاکلو حق هم په خپله لري. د دي حق هم لري چي واده وکړي يا ؤ نه کړي په کومو شرايطو او د چا سره يې وکړي، چيري و اوسيږي.»

همدا رنګه د ښځو د حقونو يوه کارپوهه هم دا وايي چي اسلام ښځو ته خپل حقوق ورکړي دي. هيڅوک نه سي کولا چي د دوی حقونه سلب کړي.

« ښځه چي کونډه سي د هغې صلاحيت هيڅوک نه لري موږ او تاسي مسلمانان يو په اسلام کي داسي ده چي، کله چي يوه ښځه کونډه سي هغه نو بيا په خپل اختيار ده. دا د کونډي حق دي. دا خو يوه واضحه او صافه خبره ده. د ښځي او يا نارينه چي خپل اختيار نه وي هيڅوک ورسره واده نه سي کولای».

په افغانستان کښي د بشر حقوقو د ادارې په وينا ناوړه دودونه، اجباري ودونه، او کورنۍ حکمرانۍ د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي غټي بيلګي بلل کيږي.

حکمت الله اسملي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل