کوم پاچا لري تر ټولو زياتي پيسې؟
کله چي د شاهي کورنيو ذکر کيږي نو زيات وخت دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي څومره پيسې او جايدادونه لري. د فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال د ۱۰ تر ټولو زياتو شمتنو پاچهانو ليسټ خپور کړی ؤ. دغه لس تر ټولو بډای پاچهان دلته وپېژنۍ:
۱۰ ـ د عمان سلطان قابوس بن سيد
سلطان قابوس بن سيد ويل کيږي چي ۷۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري او د نړۍ د شتمنو پاچهانو په ليسټ کي په لسم نمبر دی.
۹ ـ آغا خان شاه کريم الحسيني
آغا خان چي د خپلي مذهبي فرقې مشر دی، پر کوم دولت پاچهي نه کوي خو پېرويان يې ورته تر پاچا زیات عزت ورکوي. د خپل دين دغه پنځم پېشوا تقريبا ۸۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري.
۸ ـ د موناکو پاچا البېر دويم
موناکو په اروپا کي يو کوچنی هيواد دی. د فوربس مجلې د ۲۰۱۱ کال د راپور پر اساس دغه پاچا د ۱۰۰۰ مليونو يا يو مليارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري.
۷ ـ د قطر امير تميم بن حمد آل ثاني
د قطر د شاهي کورنۍ په هکله فوربس ليکلي ول چي ۲،۴ مليارده ډالره شتمنۍ لري.
۶ ـ د ليشتن شتاين پاچا هانس آدم دويم
د ليشتن شتاين پاچا هانس آدم دويم د فوبس د راپور پر اساس په ۲۰۱۱ کال د ۳،۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمۍ درلودې.
۵ ـ د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم
د متحده عربي اماراتو لومړی وزير او د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم په هکله فوربس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال يې د ۴ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
۴ ـ د ابو ظبي امير خليفة بن زايد آل نهيان
د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبي د امارت امير خليفة بن زايد آل نهيان په هکله فوبس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال کي يې د ۱۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
۳ ـ د سعودي عربستان وفات سوی پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزيز
په ۲۰۱۱ کال لا چي کله د سعودي عربستان د هغه وخت پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزير ژوند ؤ، نو په هکله يې د فوربس مجلې ليکلي ول چي ۱۸ مليارده ډالره شتمنۍ لري. اوس د سعودي پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز دی. خو د تيلو د بعيو د کمېدو له کبله سعودي عربستان او د پاچا کورنۍ د تاوانونو سره مخامخ ده.
۲ ـ د برونای سلطان حسن البلقيه
د فوربس د ۲۰۱۱ کال د راپور له مخي د برونای د سلطان حسن البلقيه شتمنۍ تر ۲۰ ملياردو ډالرو څخه زيات ارزښت لري.
۱ ـ د تاېلند مړ سوی پاچا بوميبول أدولياديج
د تاېلند پاچا د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۳مه مړ سو. د دغه پاچا په هکله فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال ليکلي ول چي شتمنۍ يې ۳۰ ملياردو ډالرو ته رسيږي.