کوم عوامل د افغانستان د خپلواکي سبب شول؟
۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبهافغان لیکوال او تاریخپوه عبدالمجید مبارز، په دې باور دﺉ چې په افغانستان کې د خپلواکۍ له پاره پر مبارزو سربیره، په هندوستان کې د ازادي غوښتونکو نهضتونو رامنځ ته کیدل او په اروپا کې پر انګلستان باندې موجود فشارونه د دې لامل شول چې د افغانستان خپلواکي د انګلستان له خوا په رسمیت وپیژندل شي.
ښاغلی مبارز په دې باور دﺉ چې د افغانستان د خپلواکۍ اصلي لامل په دې هیواد کې د ازادي غوښتلو روحیه، او د خپلواکۍ د تر لاسه کولو له پاره د افغانانو مبارزې وې.
په اسلامي هیوادونو کې د پاڅون ویره
مبارز وایي چې له عثماني امپراتوري سره د انګلستان مخامخیدل د افغانستان د خپلواکۍ له پاره لاره پرانیسته. ځکه د هغه په خبره که انګریزانو له افغانانو سره جګړه کړې وای نو په اسلامي هیوادونو کې به د هغوی پر وړاندې انقلاب شوی وای.
د افغانستان یو بل تاریخپوه شهاب الدین مقبلي، په دې اند دﺉ چې هغه وخت چې انګلستان د افغانستان خپلواکۍ په رسمیت وپیژندله دغه هیواد په اروپا او هندوستان کې تر سختو فشارونو لاندې وو.
هغه وایي: «له سیاسي لحاظه په هندوستان کې د انګلیسانو ضد خوځښتونه د ودې په حال کې ول. له بلې خوا د چترال په شان په سرحدي سیمو کې د انګلستان پر ضد پاڅونونه وشول. دغه ټول د دې لامل شول چې انګلیسان امان الله خان ته د افغانستان خپلواکي ورکړي.»
مقبلي وایي چې لومړۍ نړیواله جګړه د دې لامل شوه چې انګلیسان د خپلو اروپایي رقیبانو پر وړاندې خپلې ټولې قواوې وکاروي او له همدې کبله ئې په افغانستان کې د یوې بلې جگړې د په لاره اچولو توان نه لاره:
«د اروپايي هیوادونو په جگړه کې په میلیونونو انسانان ووژل شول. له بلې خوا هتلر په المان کې واک تر لاسه کړ. په دغه وخت کې نو انگلستان په افغانستان کې د یوې بلې جگړې د په لاره اچولو توان نه لاره.»
المان، نوې ځواک
د ابن سینا په پوهنتون کې د تاریخ استاده زهرا لطفي، وایي چې په افغانستان کې ولسي پاڅونونو، په هند کې د ازادي غوښتونکو خوځښتونو پیاوړې کیدو او د اروپا شرایطو دې ته لاره هواره کړه چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژندل شي.
میرمن لطفي وایي چې په اروپا کې د المان پیاوړي کیدو هم پر انگلستان باندې فشارونه زیات کړل او دغه هیواد ئې د افغانستان د خپلواکۍ په رسمیت پیژندلو ته مجبور کړ:
«په هغه وخت کې وضعیت داسې وو چې المان په اروپا کې د یوه نوي پیاوړي ځواک په توگه رامیدان ته شو. المان غوښتل چې د افغانانو تر څنگ د عثمانیانو او ایرانیانو پام هم خپل ځان ته واړوي او په راتلونکې کې په جگړه کې له دغو هیوادونو څخه د خپلې په گټې کار واخلي.»
میرمن لطفي وایی چې د انگلیسانو له پاره هندوستان د افغانستان په پرتله ډیر ارزښت لاره. او له همدې کبله ئې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله چې له دې هیواد څخه د انگلستان ضد خوځښتونه هندوستان ته و نه غځیږي.
هغه جگړه چې د امریکا په گته تمامه شوه
میرمن لطفي وایي چې لومړۍ نړیوالې جگړې ډیری اروپایي هیوادونو ته تاوانونه ورسول. د هغې په خبره همدا جگړه د امریکا د پیاوړي کیدو لامل شوه:
«اروپايان چې هغه وخت ئې د امریکا په پرتله ډیر قدرت لاره پخپل منځ کې په جگړو بوخت شول. د دې جگړې له کبله هغوی د پخوا په پرتله ډیر ضعیفه شول او جگړه د امریکا په گټه تمامه شوه.»
د لطفي په اند د ویلسون ۱۴ ټکیزه معاهدې هم د افغانستان په خپلواکۍ کې رول لاره. امریکایانو په دې معاهدې کې د سولې، برابرۍ او خپلواکۍ شعارونه ورکړل او ویویل چې ټول هیوادونه باید په یوې نړیوالې ټولنې کې شامل شي او له نړیوالې سولې څخه باید ساتنه وکړي.
حسین سیرت/ کابل
کتونکی: مسعود جهش