له خارجیانو سره د کرکې پر ضد کې مظاهرې وشوې
۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبه
د شنبې په ورځ د آلمان د کولن د ښاروالۍ پر کاندیدې هنریته ریکر، د چاقو په وسیله یو مرگونې برید وشو. نوموړې چې اوس ډیره سخته ټپې شوې، په روغتون کې تر درملنې لاندی ده. میرمن ریکر، د کډوالو د سیاست ملاتړ کونکې ده.
په داسې حال کې چې د برلین ډیر شمیر اوسیدونکو د اعتراض په توگه شمعې روښانه کړې او په لاسونو کې یې نیولي ول، غوښتل یې په ډې توگه د بیگانه یا خارجیانو پر وړاندې د کرکې او تبعیض د نظریې پر ضد خپل غبرگون وښیې. په زرگونو تنو مظاهره کونکو چې نږدې ۳۰ کیلومتره اوږده ساحه یې نیولې وه د شمعو او څراغونو په روښانه کولو سره غوښتل دا وښایې چې دوی د کډوالو ملاتړ کوي.
په برلین کې د عیسیوي مذهبه مختلفو ډلو گډ مرکز په حواله په دغو اعتراضونو کې نږدې ۲۰۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. خو د پولیسو له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ بیا نږدې ۸۰۰۰ مظاهره کونکو په دغو اعتراضونو کې برخه درلودله.
د مختلفو سازمانونو، گوندونو او کارگرو اتحادیو له خوا د دغو مظاهرو ملاتړ کیده. د دغو مظاهرو مفکوره هغه وخت رامنځته شوه کله چې په برلین کې هغو موقتي استوگنځایونو ته اور ولگول شو چې د پناه غوښتونکو له پاره جوړه شوې وه. دغه انساني زنځیر د ۱۵ دقیقو له پاره د برلین د ختیځ او لویدیځ په محور کې په حرکت کې ول.
په کولن کې د قتل تر هڅې وروسته د دغې سیمې سیاستوالو هم د زورزیاتي پر ضد مظاهرې وکړې. د دغو اعتراضونو په ترڅ کې د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت د مسیحي دیموکراټانو دگوند مشر آرمین لشت، لومړۍ وزیرې هنیلورا کرفت، د آلمان د زرغون گوند مشر کرستیان لنډنر او ډیر شمیر خلکو د اعتراض په ډول یو انساني زنځیر جوړ کړی وو.
کرفټ وویل: « مونږ ټول دلته د دیموکراتانو په توگه راټول شوې یو، څو د دغه پست عمل پر ضد خپل غبرگون ښکاره کړو.»
د چاقو هغه گوذارونه چې د کولن د ښاروالۍ له پاره کاندیده هنریته ریکر، یې ډیره سخته ټپې کړه په زیات احتمال سره د خارجیانو ضد عناصرو له خوا ترسره شوې دی. د پولیسو په خبره عامل تر نیول کیدو وروسته د کډوالو د سیاست په هکله عمومي څرگندونې کړې وې.