کولمبيايي پېغله ولي يوه دقيقه د نړۍ د ښکلا ملکه وه؟
د نړۍ د ښکلا ملکې د ټاکلو سږني مراسم هغه وخت جنجالي شول چې د خپروني چلوونکي لومړی یوه کولمبیايۍ د ښکلا ملکه اعلان کړه او بیا یې لږ وروسته وویل چې غلطي شوې وه او اصلي ملکه د فلیپین ده.
دغه مراسم د امریکا په لاس ویګاس کې ترسره شول. د برنامې چلوونکي کولمبیایي ګډون کوونکې د ښکلا ملکې په توګه اعلان کړه.
د کولمبیا ګډون کوونکي په داسې حال کې چې له خوښۍ ژړل د کمرو مخې ته راغله او په تالار کې حاضرو کسانو ته یې لاس ښوراوه.
خو د هغې خوشحالي تر ډیره وخته دوام و نه کړ، ځکه د خپرونې چلوونکي په مایک کې وویل چې غلطي یې کړې او دا چې کولمبیایي نجلۍ په اصل کې دوهم ځای خپل کړی دی.
د خپرونې چلوونکې خپله غلطي اصلاح کړه او اعلان یې وکړ چې د سیالي ګټونکې په اصل کې د فلیپین ګډونواله ده.
په دې ترتیب سره تاج له کولمبیايي پېغلي څخه واخیست او د فلیپینۍ پېغلي پر سر یې کیښود.
په دې انځور کې د سیالۍ نورې ګډونوالې د ۲۰۱۵م کال د ښکلا ملکې ته مبارکي وایي.
د خپرونې چلوونکي ستیو هاروي، تر خپروني وروسته په تویتر کې هم یووار بیا بخښنه وغوښته.
د نړۍ د ښکلا ملکې د انتخاب مراسم په خاصه توګه د لاتین امریکا او اسیایي هیوادونو کې مینه وال لري.
د ۲۰۱۵م کال د ښکلا ملکه پیا ووترزباخ نومیږي چې مور یې د فلیپین او پلار یې د آلمان دی. هغې په دې سیالي کې د فلیپین هیواد په استازیتوب ګډون کړی وو.
د سیالي وروستي پړاو ته د امریکا، کولمبیا او فلیپین هیوادونو ګډونوال راوتلي ول.