کوفي عنان سوريې ته سفر کوي
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهاعلان
د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشي او سوريې ته د نوموړي نړیوالې ادارې ځانگړی استازی کوفي عنان، به د شنبې په ورځ له ولسمشر بشارالاسد سره وويني.
عنان چي تر مخه ئې په بريا سره په افريقايي کړکېچونو کي منځگړيتوب کړی دئ، هڅه کوي چي بشارالاسد او د هغه مخاليفين د سوريې له پاره يوه سوله یيز حل ته راوبولي. د کوفي عنان په اند د سوريې د کړکېچ د حل يوازنۍ لاره خبري اتري دي.
نوموړی په سوريه کي د هر ډول پوځي مداخلي مخالف دئ. د بشارالاسد مخاليفينو لا مخکي د کوفي عنان غوښتني رد کړي دي.