کوفي عنان د سوريې وضع د نه منلو وړ ده
۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبهاعلان
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د ځانګړي استازي کوفي عنان، په حواله پر ملکې خلګو باندې د حکومتي ځواکونو بریدونه اوس هم تر سره کیږي. د هغه په خبره په دغه هیواد کې تر اوسه پورې هم اوبند نه دﺉ پلي شوی.
د امنيت د شورا په يوه غونډه کښي عنان د سوريې وضع د نه منلو وړ بللې ده. سربيره پر دې د بشارلاسد حکومت د پلان له مخې له ښارو څخه درنې وسلې هم نه دي ايستلي. عنان همداراز ویلي دي چې په سوریه کې باید د ملګرو ملتونو د څارونکو شمیره لوړه شي.