کوفلر: «د افغانانو اخراج بند کړئ»
۱۳۹۵ بهمن ۳۰, شنبهد آلمان د حکومت له خوا ګمارل شوې د بشري حقونو مسووله، بېربل کوفلر، و افغانستان ته د خلکو د اخراج بندېدل غوښتي دي. د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالې د «پاساور نوې پرېسه» ورځپاڼې ته وويل چې «په افغانستان کې وضعيت نه، بلکې د آلمان په داخل کې سياسي بحث تغيير کړی دی.»
خو دغه بدلون بايد د هغې په خبره «په لنډ مدت سره د انسانانو پر ضد تمام نه شي» بلکې دا چې «د ادغام په سياست کې د نويو لارو چارو» د لټولو باعث وګرځي.
کوفلر زياته کړه چې «د افغانستان امنيتي وضعيت به ښايي له يوې سيمې څخه بلې ته توپير ولري، خو هغه هيڅ چېرته هم ښه نه دی.» له دې کبله بايد د هغې په وينا افغاستان ته د خلکو اخراج سمدلاسه وردول شي. د کوفلر په خبره په افغانستان کې د جګړې په اوږدېدلو سره اوس افغانانو د آلمان په ټولنه کې «وړ ځای موندلی دی» او دا چې افغانان خپله او هغه جرمنيان چې ورڅخه ملاتړ کوي نه پوهيږي چې هغوی ولې «يو دم د خپل ژوند له چاپېريال څخه په زوره ايستل کيږي.»
په اکتوبر مياشت کې د افغانستان له حکومت سره د کډوالو د بيا ستنولو د تړون د لاسليکېدو وروسته د آلمان د کورنيو چارو وزارت له آيالتونو څخه غوښتي ول چې رد شوي پناه غوښتونکي په قاطع ډول بېرته واستوي. د دسمبر په مياشت کې ډله يز اخراج پيل شو.
خو دغه کار ناندرئيز بلل کيږي ځکه چې د افغانستان په ډېره برخه کې حکومتي ځواکونه او تندلاري وسله وال طالبان په جګړو بوخت دي. د بريدونو خطر هم ډېر دی. د آلمان د شلېسويګ هولشتاين آیالت د سه شبنې په ورځ افغانستان ته د کډوالو اخراج درولی وو. د دغه آيالت د کورنيو چارو وزير، شتېفن شتود، ويلي وو چې دغه کار «بايد د بشري وجوهاتو» له مخې شوی وای.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.01.2017):