"کورنيو چارو وزارت ته دي د زندانونو د سپارلو لړۍ ودروله سي"
۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبهله هغه وروسته چي ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان په ترځ کښي له کورنيوچارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چي له عدليې وزارت څخه دي د زندانونو مسئوليت بيرته واخيستل سي د بشري حقونو سازمانونو او يو شمېر افغانانو سخت غبرگون ښوولی دئ.
د بشري حقونو د څار سازمان پخپله يوه اعلاميه کي غوښتنه کوي چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته دي د زندانانو د ورسپارلو لړۍ ودروله سي.
په اعلاميه کي انديښنه ښوول شوې ده چي کورنيو چارو وزارت ته د زندانونو په ورسپارلو سره به له بنديانو سره د ناوړه چلند پيښي نوري هم ډيري شي.
په همدې حال کي په افغانستان کي د بشري حقونو يو شمير فعالانو هم انديښنه ښوولې ده چي ددې پريکړي په نتيجه کښي به نه يوازي د بنديانو حالت ښه نه شي، بلکي نور به هم پسي کړکېچن سي.
د افغانستان د بشري حقونو د چاپيريال ساتني د سازمان مشر عبدالرحمن هوتکي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي تردې مخکي هم د عدليې وزارت ونه شوای کولای چي له بنديانو سره د يوه انساني چلند له پاره يو ښه مديريت رامنځته کړي.
«سره له دې چي د کورنيو چارو وزارت دا ژمنه کړې ده چي دوی به وضعيت تر خپل کنترول لاندي راولي، خو موږ تشويش لرو چي د زندانونو وضعيت به لا نور هم پسي خراب سي، بهتره دا وه چي عدليې وزارت د نړيوالو نورمونو پر اساس زمينه برابره کړې وای او زندانونه ئې تر خپل کنترول لاندي ساتلي وای.»
د افغانستان د عدليي وزارت ويلي دي : د کورنيو چارو وزارت دا وړتيا لري چي زندانونه په سمه توګه وساتي او په دي برخه کي ټولي ستونزي هواري کړي.
خو د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د زندانونو د مسئوليت اخيستلو پر مهال ژمنه وکړه چي وزارت به ئې په دې برخه کي ټولي شته ستونزي ليري کړي.
د شميرو له مخي دا مهال د افغانستان په زندانونو کي تر ۲۲ زرو زيات بنديان ساتل کيږي، خو اصلي انديښنه، له بنديانو سره د امنيتي کسانو ناوړه چلند دئ چي کله نا کله ئې په اړه رپوپوټونه خپريږي.
د بشري حقونو فعالان د زندانونو د شرايطو د خرابوالي ترڅنګ له بنديانو سره د امنيتي ساتونکو ناوړه چلند چي کله نا کله پکښي بنديان کړول کيږي هم لويي انديښنې بولي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل