1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"که ولسمشر مرسته وکړي، د اداري فساد کچه به را کښته سي"

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر غزيزالله لودين وايي، که ولسمشر حامد کرزی ورسره مرسته وکړي نو په راتلونکو لسو کلونو کي به په دې وتوانيږي چي د اداري فساد کچه لږ تر لږه پنځوس سلنه را کښته کړی.

https://p.dw.com/p/12u0G
د اداري فساد سره د مبارزې مشر عزيزالله لودين
د اداري فساد سره د مبارزې مشر عزيزالله لودينانځور: DW/M.Jalalzai

د عزيز الله لودين د وينا له مخي، د حکومت د لوړو وزيرانو پيل بيا تر رئيسانو، واليانو، معينانو او امنيه قوماندانانو پوري يو شمير چارواکي يې په فساد کي ښکېل پيژندلي، چي ځينو يې په مليونونو افغانۍ  اختلاس کړی دی.

که څه هم په قوي احتمال به افغان ولسمشر د خپلي کابيني مفسد غړي پيژني خو دا به لومړی ځل وي چي له اداري فساد سره د مبارزې اداره په ليکلي بڼه د دغو کسانو نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپاري.

اداري فساد هغه څه دی، چي د ادارې او مديريت د  ماهرينو په وينا حکومت له دننه خوري او د خلکو او حکومت تر منځ د واټن د رامنځ ته کيدو عامل ګرځي.

له ارتشا او اداري فساد سره د مبارزي د ادارې مشر ښاغلی لودين وايي، د دغو غاصبينو او مفسدو چارواکو د محاکمه کولو له پاره يې له ولسمشرڅخه  د ملاتړ ژمنه هم تر لاسه کړې ده.

« ولسمشر ډير خوشاله سو، ما يو نوم لړ هغه ته وسپاری، چي څومره چارواکو پيسې خوړلي، او څومره کومو کسانواختلاس کړی دی، ځيني دوسيې مو څارنوالۍ ته سپارلي چي پکښي د مليونونو افغانيو د اختلاس په اړه پلټني سوي».

لودين وايي، اوس دوی ولسمشر کرزي ته په تمه دي چي نوموړی د دغو زورواکانو د محاکمې په برخه کي څه ډول ملاتړ کوي.

د هغه په وينا په دغه نوم لړ کي د هغوچارواکو نومونه هم شامل دي، چي عامه او دولتي ملکيتونه يي هم لاندي کړي دي.

د لودين په خبره چي که چيري ولسمشر کرزی د دوی له ادارې څخه د يادو کسانو د محاکمې په برخه کي ملاتړ وکړي، نو لږ تر لږه به تر راتلونکو لسو کلونو په دې وتوانيږي، چي په هيواد کي د موجود مالي فساد کچه پنځوس سلنه را ټيټه کړي.

« ما جمهور رئيس ته وويل، چي که موږ غواړو چي فساد له افغانستان څخه له مينځه يوسو، او يا يې لږ تر لږه تر راتلونکو لسو کلونو پوري پنځوس سلنه له مينځه يووسو، نو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي ملي او نړيوال ملاتړ ته اړتيا لرو».

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي ادارې مشر پر داسي مهال ولسمشر کرزي ته ديو شمير مفسدو حکومتي چارواکو د دوسيو د سپارلو خبره کوي، چي په دې ورستيو کي يو شمير نړيوالو بسپنه ورکونکو له افغانستان سره په حکومتي نظام کي د مالي فساد د شتون له کبله خپلي مرستي کنګل کړي دي.

دغو ټولنو هغه مهال له افغانستان سره خپلي مرستي په ټپه ودرولې، چي تير کال د افغانستان لوي خصوصي بانک ( کابل بانک) ډيوالی سو.

وروسته روښانه سوه، چي د دغه بانک ډيری شتمني د حکومت عالي رتبه مقاماتو او يا هم د هغوی خپلو خپلوانو وړي او بانک يي له ډيوالي کيدو سره مخامخ کړی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل