1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که مو موټر پرې نه ږدې، ورته اور اچوو»

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه

یو شمیر افغان سوداګر وايي چې حکومت د هغوی په زرونو موټرونه په گمرکونو کې ایسار کړي دي. هغوی وایي چې که موټر ئې افغانستان ته پرې نه ښودل شي نو دوی به ورته په گمرکونو کې اور واچوي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15hVj

افغان سوداګرو په یوه اعتراضیه کې غونډه کې دغو موټرو ته افغانستان ته د راننوتلو د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.

د سوداګرو په خبره د دوی شاوخوا څلور زره موټرونه د تورخم او اسلام کلا په بندرونو کې بې موجبه درول شوي دي او په دې پلمه چې ګواکې موډل ئې ټیټ دئ د افغانستان خاورې ته نه را پریښودل کیږي.

د افغانستان د وزیرانو شورا د روان کال په پیل کې پریکړه وکړه چې د ۲۰۰۰ کال له تولیداتو ښکته ماډل موټرو ته به افغانستان ته د راننوتو اجازه ور نه کړي. دغه ګام د چاپریال د ژغورنې په موخه اخیستل شوی دئ.

یو شمیر سوداګرو په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې که چیرې حکومت له خپل دغه اقدام څخه په شا نه شي نو دوی حاضر دي چې خپلو ټولو مالونو ته اور واچوي. یو تن موټر پلورونکې وویل: «وایې چې په تنګ شي په جنګ شي. چې حکومت زموږ غوښتنه و نه مني موږ خپل ځان وژنو... حکومت باید زموږ مالونه را پریږدي. اوس په زرونو هغه موټر چې د تولید کال ئې ډیر زوړ دئ په افغانستان کې فعالیت کوي. زموږ موټر د هغوی په پرتله ډیر نوي دي. که زموږ غوښتنې و نه منل شي موږ به په ګمرکونو کې خپلو دغو امبار شوو موټرو ته اور ورته کړو.»

رسمي شمیرې ښيي چې په تیرو لسو کلونو کې افغانستان په سلونو زره  ډول ډول واړه او لوی موټر راوارد کړي دي. په دغو موټرو کې د یو زیات شمیرو د تولید کال ډیر زوړ دئ چې چاپیریال ئې له جدي گواښ سره مخامخ کړی دئ.

که څه هم په تیرو څو میاشتو کې یو شمیر هغه موټر چې د هوا د ککړیدو لامل ګرځي درول شوي دي خو د موټرو د شمیرې د لوړوالې له کبله اوس هم په لویو ښارونو کې چاپیریال ډیر ککړ دئ.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم له حکومت څخه غواړي چې د استثنأ په ډول یوازې د یوه ځل له پاره دغو موټرو ته د افغانستان مارکیتونو ته د راتلو اجازه ورکړي چې سوداگرو ته زیان و نه رسیږي.

د دغو خونو د مرستیال خان جان الکوزي، په خبره که چیرې حکومت د سوداګرو غوښتنو ته پام و نه کړي ډیری سوداګر به په افغانستان کې له پانګونې لاس واخلي او دا کار به د دې هیواد اقتصاد ته سخت زیان ورسوي:

«که زموږ غوښتنې و نه منل شي یو خو به سوداګر خپلو په ملیونونو ډالرو ارزښت لرونکو موټرو ته اور ورته کړي او ترڅنګ به ئې حکومت ته نورې ستونزې هم راولاړې شي. په دې ترڅ کې کیدای شي ګمرکونه وتړل شي او لویې لارې بندې شي.»

افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې پر دې کار کوي چې څرنګه خپل چاپریال له مخ پر خرابیدونکي حالت څخه وژغوري. له همدې کبله د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې پریکړه کړې ده چې هغه موټر چې د چاپیریال د ککړیدو لامل گرځي، د افغانستان له ترافیکي جریان څخه وباسي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش