که لوېديځ زموږ شرطونه ومني موږ به د يورانيمو غني کول ودروو
۱۳۸۸ بهمن ۲۰, سهشنبهاوس خبره رسمي شوه. ايران به په راتلونکي کې پخپله يورانيوم بډای کوي، سره له دې چې له بهر څخه ورباندې ډېرې نيوکې وشوې. د اونۍ تر پايه پورې لويديځ هيله درلوده چې د ايران حکومت به بيا هم جوړ جاړی ومني. ولسمشر احمدي نژاد دغه امکان ته تېره اونۍ اشاره کړې وه. خو د ايران د بهرنيو چارو د وزير متکي ناڅاپي سفر د مونشن امنيتي غونډې ته په دې برخه کې نوې لاسته روړنې ونه لرلې. په دې ډول د ايران د اتومي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي د دوشنبې په ورځ د ايران په تلويزيون کې وويل:
«زه په دې ترتيب اعلانوم چې يو مشخص ليک د اتوم نړيوالې ادارې ته ورلېږل شوی دی. موږ په دغه ليک کې خپله غوښتنه څرگندوو چې ويرانيوم به شل سلنې بډاي کړو. له پروتوکولونو سره سم به د اتوم د نړيوالې ادارې څارونکي هم حاضر وي. موږ به، که خدای کول، د سه شنبې په ورځ د بډاينې بهير پيل کړو»
خو صالحي زياته کړه چې دوی به بډاينه ودروي، کله چې لويديځ د تهران شرطونه ومني. ايران د لويديځ لخوا د جوړ جاړي وړانديز رد کړی و. د دغه وړانديز له مخې به د ايران اسلامي جمهوريت لږ بډای شوي يورانيوم په بهر کې شل سلنو ته غني کړي وای. د صالحي د څرگندونو له مخې يوازې د ضعيفو يورانيومو په بدل کې د زياتو بډايو يورانيومو راکړه ورکړه په »تدريجي ډول« د منلو وړ ده. دغه وړانديز د دې معنا لري چې ايران د خپلو يورانيومو لوړ مقدار بهر ته نه لېږدول غواړي.
علي اصغر سلطاني، چې د د اتوم په نړيواله اداره کې د ايران استازی دی، زياته کړه دوی بډاي کولو ته نور ډېر انتظار نه شوای ايستلی، ځکه چې په هېواد کې دننه د درملنې په برخه کې ورته اړتيا ده. اوس اته مياشتې اوښتي دي له کله راهيسې چې اتومي ادارې ته د سوند د توکو اړتيا په رسمي ډول په ډاگه شوې وه.
فرانسې او د امريکا متحدو آيالتونو اعلان کړی دی چې د ملگرو ملتونو د امنيت په جرگه گۍ کې به د لا سختو بنديزونو غوښتنه کوي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنهارد کوشنر وويل، د ايران هغه پلانونه چې غواړي يورانيم بډاي کي، د ملگرو ملتونو د امنيت د جرگه گۍ د ټولو پرېکړه ليکونو خلاف يو کار دی. د آلمان د حکومت وياند اولريش ويلهېلم څرگنده کړه چې د ايران نوې غوښتنه دا ښېي چې نوموړی هېواد د اتوم له نړيوالې ادارې سره گډ کار نه کوي. ايران ته بايد يو وړانديز لا برقراره پاته وي، خو د تهران د سرغړونې په صورت کې بايد ديپلوماتيک فشار لا پسې لوړ شي.
په دې ترڅ کې د ايران يو قوماندان اعلان کړی دی چې نوموړی هېواد د هوايي ځواک پر يو دفاعي سيستم باندې کار کوي. دغه طرحه به ډېر ژر نړۍ ته وړاندې شي. اوسمهال تهران د هوايي دفاع په موخه S300 ډولو روسي توغنديو ته انتظار باسي. روسيې د لويديځو هېوادونو د مخالفت سره سره دغه توغندي په ايران باندې پلورلي دي، خو تر اوسه پورې يې لا ښايي نه دي ورلېږلي. د دغو توغنديو په مرسته به ښايي تهران وغواړي چې د ايران پر اتومي بټيو باندې بريدونه شنډ کړي.
Pfeffer, Kilian Istanbul/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل