1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که روزگار غواړی نو وواست څه کار کولای شئ؟

۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

د آلمان په پلازمېنه برلین کې د «جاب فیئر» په نوم د کار پیدا کولو نندارتون د خپل ډول تر ټولو لوی نندارتون دی. دغه نندارتون په ځانگړي توگه یوازي د مهاجرو له پاره جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1I4vE
انځور: picture alliance/dpa/W. Kastl

په برلین کې د آلمان د کار ادارې مخ ته مهاجر د هیلو او نا امیدۍ تر منځ حالت کې د انټروۍ په تمه په کتارونو کې انتظار باسي. د دوی ډیری د خپلو مسلکي زده کړو د اثبات له پاره هیڅ ډول اسناد نه لري.

د دغې ادارې مخ ته د خلکو بیرو بار دومره زیات دی چې د عامو خلکو د تیریدو له پاره د لاري پیدا کولو په خاطر پولیس باید موظف شوي وای. دغه سرگردانه مهاجر په کوچنیو کوچنیو ډلو ودانۍ ته دننه پریښودل کیږي. دغه خلک د کوم فلمي ستوري لیدو ته نه، بلکې د کار پیدا کولو له پاره دلته راغلي دي.

په برلین کې د کار ادارې کارکوونکی اندري هانشکي، وایې چې تر اوسه پوري په دې نندارتون کې تر ۴۰۰۰ ډیرو کسانو د کار پیدا کولو له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي. د اړونده ادارې مسئولین هیله مند دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به په زرونو نور مهاجر هم د خپلو نومونو ثبتولو له پاره جاب فيئر ته مخه کړي.

د دغو چارواکو په خبره تر اوسه پورې چې کوم مهاجر دلته د خپل نوم ثبتولو له پاره راغلي دي د هغو اکثره یې د سوریې، عراق، افغانستان او پاکستان هیوادونو مهاجر دي.

لس زره مهاجرو ته د فني زده کړو زمینه برابرول

په دې مارکیټ یا نندارتون کې۲۱۱ مختلفو کمپنیو او تعلیمي ادارو خپلې غرفې درولی دي. په دغو غرفو کې مهاجرو ته د کارموندني په برخه کې مهم معلومات ورکول کیږي. په دې نندارتون کې د بائر او واټن فال انرژۍ پر لویو تصدیو سربیره ډیر شمیر سیمه ایزو شرکتونو هم برخه اخیستې ده. په مجموع کې تر ۱۰۰۰ د ډیرو کارځایونو له پاره عریضي راټولي شوي دي.

په همدې منځ کې سمدلاسه مهاجرو ته کارځایونه نه ورکول کیده، بلکي د دې نندارتون هدف دا دی چې د کار په لټه مهاجرو ته کمپنۍ او کارځایونو ور وپيژني او پر دې سربیره د هغو قابلیتونو په هکله مهاجرو ته معلومات ورکړل شي چې د دغو کارځایونو د ترلاسه کولو له پاره یې دوی باید ولري.

د وودا فون په غرفه کې لیساني لاوئر، وایې چې په لسونه داسې عریضي یې راټولي کړي دي. هغه وویل چې د دغو عریضو تر څېړنې وروسته په دوو اونیو کې دوی ته ویل کیږي چې آیا کار ورکول کیږي او که څنگه؟

۳۹ کلن عادل ادریس هم له هغو کسانو څخه دی چې په دې نندارتون کې یې د کار پیدا کولو له پاره عریضه کړې ده. هغه وایې چې د ویډیو فلم جوړولو مسلکي دی. په آلمان کې هغه په مستقل ډول د کار کولو اجازه نه لري، خو هغه وایې چې هیله من دی چې د وودا فون په مخابراتي شرکت کې به کار یا د مسلکي روزنې دوره ترلاسه کړای شي.

دیرش کلن سوریایې مهاجر بلال ناصر هم مخکې تر دې د کار ترلاسه کولو له پاره څو ځایه انلائن عریضې کړی وې، خو هر وار له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی. په دې نندارتون کې هغه په مستقیم ډول د پوهنتونونو له استازو سره د خبرو اترو جانس ترلاسه کړ. اوس بلال ناصر پوه شو چې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو له پاره باید نور څه وکړي.

د دې نندارتون په ترڅ کې یوه خبره روښانه شوه چې په آلمان کې د کار پیدا کولو له پاره د آلماني ژبې زده کړه ډیره مهمه ده. که څه هم په ځنو مسلکي کارونو کې له انگلیسي ژبې سره هم کار کیږي.

د برلین ښاروال فرانزسکا گیفي وایې چې اوس وخت د خبرو نه، بلکې د عملي گامونو پورته کولو دی.