کندوز:په چهار دره کي د طالبانو يو بل قوماندان وژل سوی دی
۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعهد کندوز ولايت وياند، هارون آريانژاد د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي مولوي بهادر پرون شپه په چهار دره کي چي د طالبانو د فعاليتونو ټاټوبی دی، ووژل سو.
د کندوز د پوليسو قومندان، عبدالرحمن سيد خيل د آلمان خبري آژانس ته وويل چي بهادر د طالبانو له خوا د کندوز د والي په توګه تاکل سوی ؤ.
هغه زياته کړه چي د ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي څلور مشکوک اورپکي هم نيول سوي دي.
د چهار درې ولسوال، عبدالوحيد عمر خيل د امنيي قوماندان وينا رده کړه او وويل چي نيول سوي کسان اورپکي نه بلکه هغوی عادي « کليوالي خلک» دي.
که چيري د ملا بهادر چي په کندوز کي د طالبانو د والي په توګه معرفي سوی، د وژل کيدو خبر رښتيا وي، دا د هغوی دوهم ګمارل سوی والي دي چي په دغه ولايت کي وژل کيږي.
څو مياشتي مخکي په کندوز کي افغان او ناټو ځواکونو ادعاوکړه چي د هغه ولايت لپاره يې دطالبانو لخوا ټاکل سوی والي په يو بريد کي وژلی دی.
ناټو په چهار دره کي د پنجشنبې د شپې د عملياتو پخلی وکړی. خو دا چي د هغو په نتيجه کي څوک وژل سوي دي، د ناټو په وينا پاڼه کي څه نه دي راغلي.
د نړيوال امينتي مرستندوی ځواک آيساف په خبر پانه کي دومره راغلي دي چي په چهار دره کي د هغو زور پالونکو پر ضد عمليات وسول چي غوښتل يې پر ناټو او افغان ځوا کونو باندي حملې وکړي.
وروسته له هغه چي په 2001 کال د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو له خوا په افغانستان کي د طالبانو رژيم نسکور سو، هغوی کابو د دغه هيواد په هر ولايت کي پټ واليان وګمارل چي د هغوی په استازيتوب په پټو فعاليتونو لګيا دي.
دغه ډول ګمارل سوي واليان په حقيقت کي د هغوی قوماندان دي، خو د « والي» نوم پر ايښودل سوی دی.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل