1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې د بم د چاودیدو له امله ۴ ماشومان وژل شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15Of3

چارواکو خبر ورکړی دئ چې په کندهار ولایت کې څلور ماشومان هغه وخت ووژل شول کله چې ئې د یوه ړانده بم سره لوبې کولې. دغه پیښه د پنجوایي په ولسوالې کې رامنځ ته شوې ده. په پیښه کې د وژل شوو کسانو عمرونه د شپږو او لسو کلونو تر منځ دي. د کندهار د والي د ویاند په وینا دغه ماشومانو نا چاودلی بم تر موندلو وروسته له ځانه سره کور ته رواړ او له دغه بم سره ئې لوبې کولې چې دغه بم و چاودید. د هغه په وینا په دغه چاودنه کې څلور تنه ماشومان وژل شوي او یو تن زخمي شوی دئ. زخمي ماشوم د درملنې له پاره روغتون ته وړ شوی دئ او صحي وضعیت ئې د اندیښنې وړ نه دئ.