کندهار: کرونده ګر د دولت څخه د مرستي غوښته کوي
۱۳۹۰ تیر ۷, سهشنبهپه كندهار كي د تازه ميوو سوداګر، باغ لرونكي اوکرونده ګر وايي چي ډير ځلي نه شي کولاي خپل محصولات په وخت مارکیټ ته ورسوي ځکه چي د دغه ولايت په ولسوالیو کي ډیر وخت یا خو پوځی عملیات په جریان کي وي او یا خو هم امنیتي وضع ښه نه وي.
اوس مهال په کندهار کی د انارو باغونه ورځ تربلي خپل موج ته رسيږي خو د دغي ميوي سوداګراو باغ لرونكي واي چه له خپل محصولاتو څخه کټه نه شی پورته کولای.
د باغ لرونكو په استازيتوب د تازه ميوو د ماركيټ يو تن مسؤل، حاجي تورجان، وایي چي په کندهار کی د شته ستونزو له کبله باغلرونکي خپل محصولات په ډیره ډیټه بیه پلوري.
بله خوا د كندهار د سوداګري د خونو ريس، حاجي نصرالله زهير، وایي چي تير كال يي يو نيم زره ټنه انار د پاكستان او هندوستان هيوادونو ته صادر کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي افغان دولت د کوکنارو کښت منع کړی او د دغه پوټي پر ځای کرونده ګر د زعفرانو کښت ته هڅوي.
په روان کال کي په کندهار کي «دامان» یوازیني ولسوالي ؤ چي د چارواکو په حواله په کي د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی. د دامان ولسوال وایي چی د کوکنارو پر ځاي یي سږ کال زعفران کړلي دي.
د دامان والسوال زیاتوي چي له ډغي ولسوالي څخه اته تنه کروندګړ د هرات ولایت ته استول شوي ترڅو د زعفرانو د کښت په برخي کي زده کړي وکړي.
دویچه ویله/ حکمت الله اسلمی
کتونکی: مسعود جهش