1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: چاودني ۱۱ تنه ووژل

AFPE/ سید ریاض۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه

د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې یوې چاودني د اتو پولیس افسرانو په شمول درې بندیان وژلي دي. پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو موټر په لاس د جوړ شوي بم ښکار شو. دغه خبر افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/17SEX
انځور: REUTERS

دغه پیښه د شنبې په ورځ ( ۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۶» ناوخته ماښام رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په همدغه ورځ په کندوز ولایت کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې۱۰ تنه پولیس ووژل شول.

د افغان چارواکو د وینا له مخې په پیښه کې وژل شوي بندیان په لاس د جوړو شوو بمونو د ښخولو په تور نیول شوي ول. د کندهار ولایتي ویاند جاوید فیصل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي:

«زموږ پولیسو تیره شپه د پیرو کلاچې په سیمه کې عملیات تر سره کړل او هغوی یو شمیر شکمن کسان ونیول. کله چې هغوی بیرته د ښار پر لور د حرکت په حال کې ول، د هغوی موټر په لاس د جوړ شوي بم قرباني شو. په دغه پیښه کې اته تنه پولیس او درې تنه بندیان چې د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي ول، هم وژل شوي دي.»

فیصل په خبرو کې زیاته کړې ده چې په دوهم موټر کې سپاره شپږ تنه پولیس او یو تن شکمن نیول شوی کس ټپیان شوي دي. د پولیسو ویاند غورځنگ آفریدي، دغه بم «ډیر زیات قوي» بللی او ویلي یې دي چې دا د توپ یوه مرمۍ وه چې د پلتې سره وصل شوې وه او ښایي د ریموټ په واسطه چول شوي وي.

چارواکي د دغه برید پړه پر «وسله والو مخالفینو» چې اشاره یې طالبانو ته ده ور اچوي. پر دې سربیره چارواکي د کندوز د ځانمرگي برید پړه هم پر طالبانو وراچوي چې پکې له تروریزم سره د مبارزې مدیر او د دغه ولایت د ترافیکو د مشر په شمول لس تنه ووژل شول.

د فرانسې خبري آژانس په خپله تبصره کې لیکي چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري په زیاتیدونکي کچه په نخښه کیږي، په داسې حال کې چې په راتلونکي کال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو د مخه افغان ځواکونه امنیتي مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.