1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ځانمرګي برید اووه کسان ووژل

۱۳۹۰ دی ۲۹, پنجشنبه

یو ځانمرګي برید کوونکي د کندهار ولایت هوايي دګر ته نژدي چاودنه وکړه چي په پایله کي ئې لږ تر لږه اوه ملکیان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول. د پیښي د قربانیانو په ډله کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/13lmH
آرشیف انځور: ناټو ویلي چي په چاودنه کي دوته ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
آرشیف انځور: ناټو ویلي چي په چاودنه کي دوته ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.انځور: AP

عیني شاهدان وایي چي چاودني د ناټو د دوو موټرو په ګډون لږ تر لږه شپږ موټر هم له منځه وړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د ناتو ویاند ویلي دي چي په چاودنه کي د ناټو سرتیرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي او په پیښه کي د ناټو د موټرو د زیانمن کیدو په اړه هم معلومات نه لري.

د کندهار د ولایت ویاند، زلمي ایوبي، ویلي دي: «په ننۍ چاودنه کي د دوو ماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژل شوي دي. چاودني همداراز د دوه ماشومانو او یوې ښځي په ګډون اته تنه ټپیان کړي دي.»

عیني شاهدان وایي چي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل خپل موټر د ایساف له موټرو سره وجنګوي. د شاهدانو په خبره د ایساف د ځواکونو موټر د کندهار له هوايي ډګر څخه د وتلو په حال کي ول. دغه هوايي ډګر ملکي او پوځي برخي لري.

طالبانو د پیښي پړه پر غاړه اخیستي او ویلي دي چي هدف ئې د ناټو ځواکونو موټر وو.

تر دې مخکي د کندهار ولایت ویاند د پیښه منلي وه او د شپږو ملکیانو د ووژل کیدو خیر ئې ورکړی وو.

دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ په هلمند ولایت کي دوو بیلابیلو چاودنو ۱۶ کسان ووژل چي ډیر ئې ملکیان ول. په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جان الن، ویلي دي چي د طالبانو مشر، ملا محمد عمر، اوس د خپلو ځواکونو کنترول له لاسه ورکړي دﺉ.

د الن په خبره د طالبانو وروستي بریدونه نه شي کولای چي په افغانستان کي د نړیوالو او افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو په وړاندې ستونزي رامنځ ته کړي. هغه زیاته کړې چي طالبان له دې بریدونو سره یوازي ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي او په افغانستان کي د سولي روان بهیر له ستونزو سره مخامخ کوي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم