1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار پوهنتون لپاره نوی مجهز لابراتوار جوړيږي

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د کندهار پوهنتون د څلورو پوهنځيو طب، انجينري، کرهڼه او ښووني وروزني د عملي او تخنيکي چارو د منظم سرته رسيدو لپارمجهزلابراتوار د جويدو په حال کي دى.

https://p.dw.com/p/11oSe
کندهار پوهنتون
کندهار پوهنتونانځور: DW

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنيرعبدالتواب بالاکرزى وايي، پردغه سمبال لابراتوار باندي ٣ميلونه کاناډايي ډالره لګښت راځي، چي د کاناډاهيواد د سي ډا لخواورکول کيږي.

د نوموړى په خبره د ياد لابراتوار د رغيدوچاري٩٠سلنه پاى ته رسيدلي دي:

« يوميلون ډالربه ددې ودانۍ مصرف وي، په پنځه سوه زره ډالره باندي سامان الات رانيسو او پاته پيسې پر نورو اړوندو اړتياو باندي لګول کيږي.»

بالاکرزى وايي دا د هيواد په کچه يوه وتلې پروژه ده، چي د يوه مجهز او سمبال لابراتوار ټولي اړتياوي پکښي په پام کي نيول سوي او ټولي چاري يي د همدغه پوهنتون د ماسټرپلان له مخي ترسره کيږي.

نوموړى زياتوي:« دا لابراتور٢٢خوني لري، په دې کي به د انجنيرۍ او کرهڼي پوهنځيومحصلين د اوبو او خاوري بيلابيلي تجربې ترسره کوي او ددې ترڅنګ به د طب اوتعليم وتربيي د پوهنځيو محصلينوته هم ځاى سته اوهغوى به هم په دغه لابراتوارکي خپلي درسي اړتياوي بشپړوي.»

همدارنګه هغه وويل چي د يادلابراتوار د تخنيکي چارو د پرمخ بيولو لپاره يې د بېلابېلو پوهنځيو استادان د شپږو او نيو روزني لپاره هندوستان هيوادته ليږلي دي.

د کندهار پوهنتو د بيلابيلو پوهنځيو محصلين په جوړيدونکي لابراتوار باندي خوښي ښيي او وايي چي د لابراتوار په جوړيدو سره به ددوى ډيری درسي ستونزي هواري سي.

اخترمحمد وطندوست د انجنيرۍ پوهنځي يو تن محصل همدغه خبره کوي اووايي:
«مخکي موږنه سوه کولاى چي دغه ټيسټونه پريکټيکل ووينو، موږ به ترمخه يوازي نظري لوستل چي پرخاورو، باندي داسي ټيسټ کيږي، پرکانګريټوباندي داسي ټيسټونه سرته رسيږي. خو په دې لابراتوار سره به په خپلو سترګو ووينو، چي عملي درس څنګه دى؟»

په کندهار پوهنتون کي وار ترمخه لا په ٥٦ کمپيوټرونو سمبال د معلوماتي ټيکنالوژۍ دوه مرکزونه هم جوړسوي وو.

کندهارپوهنتون دا مهال شپږ پوهنځي، ښوونه او روزنه، کرهڼه، طب، انجنيري، اقتصاد او شرعيات لري، او پردې سربيره په هلمندولايت کي هم دوې پوهنځي د کندهارپوهنتون ترچترلاندي محصلين روزي اوپه پلان کي ده چي په روزګان او زابل کي هم ددغه پوهنتون څانګي پرانيستل سي.

د کندهارپوهنتون مسؤلين وايي چي اوسمهال دغه پوهنتون تردري زره زيات محصلين په دغه عملي مرکزکي په زده کړه بوخت دي چي ډير لږ سلنه يې نجوني جوړوي.

د مسؤلينو په خبره، کندهار پوهنتون د هيواد په کچه يوازينی پوهنتون دى چي د ټولو ولايتونو محصلين پکښي په زده کړه بوخت دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل