کندهار: په ځانمرګي برید کې ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده
۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبهاعلان
د افغانستان په جنوب کښي د يوه ځانمرګي بريد په پایله کښي لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل سوي دي او ۲۲ نور زخميان دي. دغه خبره د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل کړې ده. په دې پېښه کې يوه ځان وژونکي بريد کوونکي په کندهار کښي په چاوديدونکو موادو بار یو موټر سايکل په يوه پارکينګ وچاوه.