کندهار: په ماين چاودنه کي ۱۳ کسان وژل سوي دي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبهد کندهار د والي وياند جاويد فيصل، د دوشنبې په ورځ وویل: «دغه پېښه نن غرمه د ١٢ بجو په شاوخوا کې د ارغسان د وام درې په سيمه کي د ملکي وګړو پر یوه موټر رامنځته شوې ده. د پېښې ټول قربانيان ولسي وګړي دي.»
د کندهار د پولیسو قوماندان عبدالرازق، د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: «په چاودنه کې څلور تنې ښځې، څلور تنه نارینه او پنځه ماشومان وژل شوي دي.»
ښاغلي رزاق وویل چې د پېښي قربانیان د یوې بلې بمي چاودنې د قربانیانو په جنازه کې د ګډون له پاره دغي سيمي ته سفر کاوه. هغه زیاته کړه: «تر دې مخکې یو موټرسایکل د سړک د غاړې پر یوه ماین باندي برابر شوی وو چې پکښې دوه کسان وژل شوي ول. د نننۍ پېښې قربانیان د هغي بلي چاودني د قربانیانو په جنازه کې د ګډون په موخه روان ول، چې په خواشینۍ سره یې موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.»
ښاغلي فیصل هم دا خبره تائید کړه چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. هغه د پېښې پړه پر طالبانو باندې واچوله: «دغه بم د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوای وو. بم په داسې یوې ولسوالۍ کې ایښودل شوی وو چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. ډیر وخت ملکي کسان د دغه شان پېښو قربانیان دي.»
چارواکو ویلي دي چې په پېښه کې نهه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. د چارواکو په خبره د ټپي شویو کسانو په ډله کې د یو شمیر روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د کندهار ښار یوه اوسیدونکي د نوم د نه بربنډولو په شرط له دویچه ویله سره په مرکه کې د یاغیانو پر دغه شان بریدونو باندې کلکه نیوکه وکړه او هغه یې د ټولو اصولو پر خلاف وبلل.
د کندهار دغه اوسیدونکي وویل: « موږ دا کار د اسلام او مسلمانانو نه ګڼو. ولسي خلګو څه کړي دي چې وژل کيږي. دولت باید د هغوی ساتنه وکړي او مخالفین هم بايد د سړک پر غاړه له ماين ښخولو څخه لاس واخلي.»
طالبانو تر دې مخکې د خپلو پسرلنيو عملیاتو د پیل اعلان کړی وو. ډغه ډله په خپلو عملیاتو کې ډیر وخت له ځانمرگو بریدونو د سړک د غاړې له ماینونو څخه کار اخلي چې له کبله یې ډیر شمیر ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.