1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: په درو میاشتو کې ۲۸ ښځو ځانسونه کړې

۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د کندهار ولایت د بشري حقونو د سيمه یيز دفترچارواکي وايي چي د روان هجري لمريز کال په لومړیو دريو مياشتو کي دې ادارې‎ د کندهار په ولایت کي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ٨٤ پېښي ثبت کړې دي.

https://p.dw.com/p/15EMM
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه دفتر د رسنيو مسئول عبدالعزيز اکرمي وايي چې له دې ډلې څخه ئې ٢٨ پېښي د ځان سوځونې دي او په پاتو پېښو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بیلابیلې پېښي شاملې دي:

«د ښځو د ځان سوځوونې ٢٨ پېښي، د ناموسي قتل يوه پېښه، د مېراث له حق سره تړلې دوې پېښي، د تفريق د حق له محروميت سره تړلې اته پېښي، د کوزدې د محروميت اووه پېښي، د بدل شپږ پېښي، د جنين د سقط يوه پېښه، د وهلو او ټکولو ١٦پېښي، له خپلوانو سره د لیدو د ممانعت اووه پېښي، د درملنې له حق څخه د محروميت يوه پېښه، له کور څخه د په زوره ايستلو پنځه پېښي، له کورڅخه د تېښتې څلور پېښي او د نفقې د نه ورکولو يوه پېښه له موږ سره ثبت شوې ده.»

د نوموړي په خبره په ټولنه کي حاکم منفي دودونه، د خلګو لږ معلومات، ناپوهي او داسې نور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې له اصليٍ لاملونو څخه دي.

د کندهار د ښځو چارو رئيسه رقيه اڅګزۍ هم ورته خبره کوي او وايي چي کيداى سي په دغه ولايت کي د ښځو پر وړاندې تر دې زياتې د تاوتريخوالي پېښي رامنځته سوي وي خو په خبره ئې چارواکي یوازې د هغو پېښو په اړه له ځانه سره شمیرې لري چې دوی ته ئې رپوټ ورکړل شوی وي:

«زموږ ځینې داسې خویندې هم شته چې هغه نه د ښځو د ریاست په اړه معلومات لري او نه هم له کوره راوتلای شي. کيداى سي چې دغه میرمنې تر دې له ډیر سخت تاوتريخوالي سره مخامخ وي، خو هغوی ته د خپل غږ د پورته کولو لاره نه ده ورمعلومه.»

په کندهار کي د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر د رسنيو مسئول عبدالعزيز اکرمي، وايي چي اوس د هغو میرمنو له پاره چې له تاوتریخوالي سره مخامخ وي د امن کور جوړول تر ټولو اړین کار دئ.

د نوموړي په خبره په کندهار ولایت کې کله چې میرمنې د خپلو دوسیو تر ختمیدو وروسته د امن د کور د نه شتون له کبله بیرته خبلو کورونو ته ستنې شوي دي، هلته له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي. ښاغلی اکرمي وایي چې په ځینو پېښو کې خو ان دغه میرمنې وژل شوي هم دي:

«په کندهار ولايت کي يوه ډیره لویه ستونزه د ښځو له پاره د امن د کور نه شتون ده. کله چې یوه میرمن له خپله کوره وتښتي او یا هم د یو بل لامل له مخې محکمې ته مراجعه وکړي، نو د دوسیې تر ختمیدو وروسته ئې چې بیرته خپل کور ته ورځي، هغې ته ډیرې ستونزې پیدا کیږي.»

ټولنپوهان او د چارو شنونکي په ټولنه کي د ټولو ستونزو هواري د ښوونې او روزنې په پياوړتيا کي ويني. د دوى په خبره د پوهې له نعمت څخه بې برخې ټولنې تل له داسې ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش