1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کندهار سږکال د آنارو ښه صادرات لرل»

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه

د کندهار د سوداگرۍ خوني چارواکي وايي، چي په روان کال کي د آنارو حاصلات ښه وه او دېرش زره ټنه يې پر بېلا بېلو هيوادنو سربېره په هيواد کي دننه يو شمېر ولايتونو ته هم لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/17SFv
انځور: DW/Najibullah Musafer

د دوى په خبره هره ورځ به يې يوازي د کندهار د مېوې مارکېټ ته تر شپږ سوه ټنه زيات انار وړاندي کول. د کندهار د سوداگرۍ خوني مرستيال انجينر عبدالباقي وايي، چي د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يې هندوستان، دوبۍ ، روسيې او ځينو عربي هيوادو ته آنار صادر کړي دي.

د کندهار د سوداگرۍ خوني مرستيال زياتوي د دې ترڅنگ يې د شل زره ټنو په شاوخواکي ډول ډول آنار کابل، هرات، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم صادر کړي دي.

د نوموړي په قول سږکال ځکه د آنارو حاصلات ښه وه، چې په نورو کلونو کي به د آنارو د حاصلاتو د ټولولو پرمهال له آنارو څخه ډکي سيمې د وسله والو په کنترول کي وې او هيچا نه سوای کولاى، چي هغو سيمو ته سر لا هم ور ښکاره کړي، خو سږکال دغه سيمي د امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندي دي او خلگو وکولاى سواى، چي خپل د آنارو باغونه ښه وپالي او غوره حاصلات ورڅخه ترلاسه کړي.

Granatapfel
انځور: Shabestan.ir

د ده په خبره، د همدغو کورنيو صادراتو څخه کندهاري سوداگرو ته پنځلس ميليونه ډالر په لاس ورغلي دي:

«سږکال زموږ سوداگر د آنارو له حاصلاتو څخه ډېر خوښ دي، ځکه پر نورو هيوادو سربيره همدلته په هيواد کي دننه يې هم ښه بازار درلود.»

انجينر عبدالباقي زياته کړه، چي سږکال د زياتو آنارو په غير راجستر ډول لېږد، د راجستر له پروسې سره د بزگرو نابلدتيا او د وړ نړيوال بازار نستوالى هغه ستونزي وې، چي سوداگر يې له سرگردانيو سره مخامخ کړي ول.

د آنارو کندهاري سوداگر هم ورته خبره کوي او وايي، ترانسپورتي ستونزي د دوى د کاروبار پر وړاندي لوى خنډونه رامنځته کړي دي.

د سوداگرو د لندې ميوې د اتحاديي مسئول محمد اکرم دتليفون له لاري دويچه ويله ته وويل، د هوا له لاري لوړه کرايه هغه ستونزه ده، چي ډير سوداگر خپلي لندې ميوې د موټرو له لاري انتقالوي.

ښاغلى اکرم وايي، په واگه بندر کي هم ځيني وختونه موټرو ته اجازه نه ورکول کيږي او يا هم ډېر ځنډيږي، چې له دې امله لنده مېوه خپل اصليت له لاسه ورکوي:

«موږ ځکه د پاکستان له لاري خپل آنار هندوستان او نورو هيوادونو ته صادروو، چي لار يو څه راته لنډه ده او که د هوا له لاري کرايه يوڅه راکمه سي نو هم به وخت راوسپمېږي او هم به مو عوايد زيات سي.»

په کندهار کي د اقتصاد رياست او اقتصاد پوهنځي مسئولين وايي: کندهار يو کرهڼيز ولايت دى او که چيري دولت په دغه ولايت کي د کرونده گرو او سوداگرو غوښتنو ته مثبت جواب ووايي، نو هغه ورځ لېري نه ده، چي د کندهاريانو ترڅنگ به د سويلي حوزې د نورو ولايتونو اقتصادي حالت هم مخ پر لوړه روان سي.

دوى په دې لار کي د دولت او نړيوالي ټولني همکاري اړينه گڼي او وايي دا ډول اساسي کارونه د خلگو په مخکي پرتې ستونزي اوارولاى سي.