1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ترافیکي پېښې 34 افغانان ووژل

۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبه

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې 34 افغانان ووژل او 24 يې ټپیان کړل. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یوه مسافر وړونکي موټر خپل کنترول له لاسه ورکړ او چپه شو. د چارواکو په وینا د پېښې د ځینو ټپیانو حالت جدي دی

https://p.dw.com/p/12KVX
د پيښي يو انځور
د پيښي يو انځورانځور: DW/M.Ismail

د افغان چارواکو په وینا نن «شنبه» 34 افغان هغه وخت د افغانستان په جنوب کي ووژل شول چې د دوۍ سپرلۍ موټړ خپل کنترول له لاسه ورکړل او چپه شو.

دغه پېښه د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې په کې 24 نور کسان ټپیان شوي هم دي. پېښه د افغانستان په وخت د سهار په دري بجو د کابل – قندهار په لويې لارې رامنځ ته شوې.

د کندهار د ولایت ویاند، زلمی ایوبي، هم د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي:

«په خواښینۍ سره په دغي پېښي کې زمونږ 34 هیواد والو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او 24 نور ټپیان شوي دي.»

د دغه چارواکي په حواله د پیښی د ځینو ټپیانو حالت ډیر خراب دی.


د کندهار د ترافیکو د ریاست مشر، محمد الله خان، ویلي چې دغه پېښه د شپې په درې بجو رامنځ ته شوې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم