1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: بیلابیلو پېښو ۲۲ تنه ملکیان ووژل

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

د افغانستان په جنوب کې د یکشنبې په ورځ په بیلابیلو پېښو کې ۲۲ افغان ملکیان وژل شوي دي. دا په تیرو څو اونیو کې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ورځ ده.

https://p.dw.com/p/15TX1

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «نن سهار په ارغسان ولسوالۍ کې یو تراکتور او یو وړوکی سرویس د ماین ښکار شول. په دې ترڅ کې ۱۴ تنه ملکي کسان وژل شوي دي او درې تنه نور ټپیان دي.»

هغه د دغه بریدونو پړه پره وسله والو طالبانو ور اچولې ده. تیره ورځ هم په افغانستان کې په بیلا بیلو چاودونو کې یوولس تنه ملکي کسانو هم خپل ژونده له لاسه ورکړی وو.

د کندهار د ولایت ویاند احمد جواد فیصل، هم د دغې پېښې بخلی کړی دئ. هغه ویلي دي چې یو وړوکی سرویس موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.

فیصل زیاته کړې ده چې تر چاودنې وروسته یو شمیر ملکي وگړي چې په تراکتور کې سپاره ول او غوښتل ئې له ټپیانو سره مرسته وکړي سیمه ته ورسیدل. د هغه په خبره د دغو کسانو موټر هم د سړک د غاړې د یوه ماین ښکار شو. لا تر اوسه پورې د دې چاودنې له کبله د رامنځ ته شوې مرگ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د شاوخوا ۷۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانو استازي په توکیو کې سره راټول شوي دي چې له افغانستان سره د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته ملکي مرستې وکړي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي. يو شمیر افغان او بهرني کارپوهان اندیښنه لري چې تر دې نیټې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه و نه شي کولای چې د افغانستان امنیت ټینک وساتي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش