کندهار: امنيه قوماندان ژوندی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۷, سهشنبهپېښه تيره شپه ناوخته پر ۱۱ بجو او ۳۰ دقيقو باندي د کندهار ښار د دوراهي په سيمه کي هغه مهال رامنځته سوې ده، چي قوماندان رازق په سيمه کي په گزمه بوخت وو.
دا لومړی ځل نه دئ، چي د کندهار پر امنيه قوماندان باندي ځانمرگی بريد کيږي، بلکي تر دې دمخه هم وسله وال بريدونه د ماين چاودنه او ځانمرگی بريد پر سوی دئ.
ځني ناتائيد سوي راپورونه وايي، چي په چاودنه کي يو شمېر پوليسو او د قومندان ساتونکو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده.
عيني شاهدانو د پيښه په ځای کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي موټر بم د جنرال رازق د موټر بغل ته وچاودېد، ځکه نو مرگ ژوبله به ئې ډيره وي.
خو د کندهار د والي وياند جاويد فيصل د پېښي د تائيد ترڅنګ وايي چي امنيه قومندان سربيرن پرلاس باندي ټپي سوى دئ او د پيښي نور قربانيان اولسي وګړي دي:
«د موټر بم چاودنه پر قومندان جنرال رازق باندي سوې ده، چي نوموړى پکښې سطحي زخمي او نور په پيښه کي ټول وژل سوي او ټپيان اولسي وګړي دي چي ښځي او کوچنيان هم پکښې شامل دي.»
د ميرويس روغتون يو تن ډاکټرچي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي وايي، چي تردې ګړيه ئې دوى ته٢٠ تنه زخميان او ۴ تنه مړي وروړي دي، چي ښځي او کوچنيان هم پکښې شامل دي.
دغي چاودني د سر د تاوانونو ترڅنګ سخت مالي زيانونه هم اړولي دي. د چاودني له ځاى سره نژدې يو شمير دوکانونه او کورونه سخت تاواني سوي دي او ځيني پر يوه مخ نړېدلي دي.
د نړېدولو دوکانونو يو تن دوکاندار چي په خبره ئې تر يو ميليون افغانۍ زيات تاوان ور رسېدلى دئ، وايي په دې چاودنه کي ئې ۴ دوکانونه نړېدلي او سامانونه ئې هم سوځېدلي دي:
«دغه چي تاسو ئې وينى زموږ دوکانونه نړېدلي دي او سامانونه مو يومخ د اور په منځ کي دي او لا تراوسه هم اورپر بل دئ. ١٩لکه افغانۍ تاوان را رسېدلى دئ.»
د لسمي حوزې يو بل تن اوسېدونکی چي خپل ځان بشير را پيژني وايي، چي چاودنه دومره زوروره وه، چي د ږغ ترمخه ئې زموږ د کورونو هنداري او دروازې راماتي کړي او بيا يوه لمبه پورته سوه:
«اول باد سو او له باد سره سم هنداري راباندي را ولوېدلې، وروسته بيا د چا ودني ږغ او د اور لمبې را پورته سوې. زموږ د کورټولي هنداري او دروازې ماتي سوې او د کورنۍ غړي مو په هندارو باندي سر سري ټپيان دي.»
د چاودني مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ او ويلي ئې دي، چي هدف ئې د کندهار د امنيه قومندان وژل وو.
ويل کيږي، چي د پيښي له ځای څخه د قومندان په گډون ډيری ټپيان د کندهار په هوايي ډگر کي د ائتلافي ځواکونو روغتون ته وړل سوي دي، او تر اوسه ئې د مرگ ژوبلي په اړه کره معلومات نسته.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل