1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار:امنيتي کسان د فساد په تور نيول سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه

په کندهار کي د ۴۰۴ ميوند زون د پوليسو قوماندان وايي، چي پنځوس تنه په فساد ککړ امنيتي کسان ئې نيولي دي. دغه کسان د يوه کال په موده کي د ټولي حوزې په کچه نيول سوي دي.

https://p.dw.com/p/15N3p
انځور: Fotolia/Jürgen Rode

پاسوال سالم احساس په کندهار، زابل او اروزګان ولايتونو کي د کورنيو چارو وزارت له خوا د اداري فساد پرضد د ځانگړيو کمېټو جوړولو په غونډه کي وويل، چي دغه کسان يې پر ښارونو سربيره په ولسواليو کي او ان د عملياتو پر مهال د فساد په تور نيولي دي.

غونډي ته له کورنيو چارو وزارت څخه د ورغلي پلاوي مشر پاسوال عبدالرحيم شجاع ويلي دي چي اداري فساد په دې وروستيو کي د تپل سوي جګړې په ډول د افغانستان په نظام کي د يوې باندنۍ پدېدې په څېر خپور سوی دئ او د نظام په بدنامولو کي ئې لويه ونډه لري:

«زموږ د خاوري دښمنان د خپلو يو شمير فاسدو مزدورانو په واسطه غواړي چي د افغانستان ټول نظام بدنام کړي. خو موږ ژمنه کوو چي دوى به نور په دې مرام کي بريالي نه سي.»

نوموړي پوليسو او د امنيتي څانګو مسئولينو ته ګوتڅنډه کړې ده، چي د ادارې فساد پرمهال به له قانوني چلند سره مخامخ کيږي اوپه دې لار کي مراعت کول قانوني جرم دئ.

دا په داسي حال کي ده چي ولسمشر کرزي د دولت درې گونو قواوو ته په خپله وروستۍ وينا کي د اداري فساد پر وړاندي د کلکي مبارزې غوښتنه وکړه او زياته ئې کړه، چي په دې لار کي تر ټولو ډير بايد حکومت قرباني ورکړي.

که څه هم ډيری کارپوهان د ولسمشر کرزي ددې ډول جدي خبرو ستاينه کوي. بيا هم وايي، چي هره خبره بايد جدي و نيول سي او د چا مراعت باید و نه سي.

ډيری افغانان په دې باور دي، چي دغه کمېسيونه به هم د نورو په شان تر لنډ وخت وروسته له منځه ولاړ سي او اداري فساد به نور هم زور واخلي.

د کندهار ښار يو تن اوسيدونکی چي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له دويچه ویله پښتو ويب پاڼي سره د تليفون پر ليکه خبري کولې وويل:«دا خو ډير ښه کار دئ چي اداري فساد ورک سي. خو په دې باندي څوک باور نسي کولای، تاسي وگورئ، په هره اداره کي چي د اداري فساد پرضد کمېسيون جوړ سوی دئ، هلته تر نور وخت مخکي فساد لا ډير سوی وي. چي يو مثال ئې د کندهار لوی محبس دئ.»

د کورنيو چارو وزارت د پلاوي مشر پاسوال عبدالرحيم شجاع په کندهار کي ويلي دي، چي دوى دهمدې له پاره دغه ښار ته راغلي دي چي د کورنيو چارو وزارت په ټولو څانګو کي د اداري فساد پرضد د شفافيت کمېټې جوړي، او هر سرغړونکی ئې د قانون منګولو ته وسپاري.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل