کندز: د سړک د غاړې د بم په چادونه کې څلور تنه ووژل سول
۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبهاعلان
د افغانستان په شمال کې د سړک د غاړې د یوه بم د چاودنې له امله د چهار شنبې په ورځ د پولیسو یو قوماندان، د هغه اوه کلن زوی او دوه تنه ساتونکي ووژل سول. دغه پېښه د کندز ولایت د چار درې په ولسوالۍ کې رامنځ ته سوې ده. د دغه برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.