1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې کم عمره مهاجر د آلماني ادارو له پاره لوی چلنج دی؟

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۳۰, چهارشنبه

د هغه نابالغه مهاجرو شمیر، چي بې له والدینو څخه په تیرو دوو کلونو کي آلمان ته راتښتیدلي دي، دوه برابره سوی دی. د هغوی اکثریت د افغانستان، سوریې او عراق څخه راځي.

https://p.dw.com/p/1JSaG
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

یوازي د سږ عیسوي کال په لومړی ربع کي د جرمني له سرحدونو څخه ۳۶۵۲ کوچنیان او ځوانان راتیرسوي دي، کوم چي د پولیسو سره ثبت سوي دي. په تیرو کلونو کي آلماني محلاتو او ښارونو څه ناڅه ۶۰۰۰۰ داسي کم عمره مهاجر منلي دي، چي ورسره والدین ملگري نه ول. کله چي د ټولنیزو چارو له کارکوونکو او له مهاجرو سره مرسته کوونکو داوطلبو کسانو څخه د هغوی په باب پوښتني وسي، نو سړی دوه متضاد نظرونه اوري:

لومړی دا چي کوچنیان او ځوانان نسبت زړو او ډیر عمر لرونکو مهاجرو ته د دې له پاره ښه شرایط لري، چي په ټولنه کي مدغم او ځانته یو ځای پیدا کړي. ځکه چي د هغوی منظمه پالنه کیږی او آلماني ژبه ژر زده کوي. کم عمره مهاجر د ځوانانو ادارو ته معرفي کیږي، یو ولي یا سرپرست ورته تعینیږي، په سپورتي مرکزونو کي جذبیږي او ورته اکثره داسي کورنۍ پیدا کیږي، چي هغوی وساتي.

دوهم دا چي کم عمره مهاجر اکثرا دسختو رواني مشکلاتو سره راځي. زیاترو یې سخت غربت، جنگونه او ترهگري اعمال لیدلی وي. د هغوی د تیښتي لاري هم ډیري اوږدې او خطرناکي وي. هغوی اکثرا په بلغاریه کي د پولیسو د وهلو ټکولو سره مخامخ سوي وي، د قاچاقبرانو له لوري د مهاجرو ډکو کښتیو تکلیفونه یې لیدلي او یایې په ساعتونو په تاریکو کانتینرونو کي وخت تیر کړي وي. د تیښتي دغه رواني مشکلات پر هغوی باندي تر ډیره وخته پوري تاثیر اچوي.
ځکه نو د بایرن د معلمانو اتحادیې د جولای میاشتي په سر کي د هغو معلمانو له پاره د کورسونو د دایرولو غوښتنه کړې وه، د کومو په ټولگیو کي چې یې په رواني مشکلات اخته ډیر نابالغه مهاجرین درسونه وايي.

پر ډیرو نابالغه مهاجرینو باندي د کورنیو لخوا له دې کبله هم فشار موجودوي، چه غواړي یوه مشخص هیواد، مثلأ جرمني ته ولاړ سي. د سوریایانو له پاره تر ټولو دمخه خبره پردې باندي ده، چي کورنۍ یې ورسره یوځای او آلمان ته راسي. د افغانستان او افریقا د نابالغه مهاجرینو څخه بیا د کورنۍ غوښتني دا وي چي کار وکړي او پیسې ورولیږي. خو کله چي هغوی جرمني ته راسي او ورته معلومه سي، چي ورته سپارل سوي وظایف نسي تر سره کولای، نو بیا د رواني ډاکترانو او مرستندویانو په حواله هغوی په سختو رواني مشکلاتو باندي اخته کیږي.

د مونشن دټولنیزو کارونو یو استاد وايي چي د افغان ځوانانو خصوصا اطرافي ځوانانو له پاره کلتوري تفاوت هم په اول سرکي یو لوی شوک دی:«دوی نه پوهیږي چي په عامه کارو کي ښځي هم مشغولي دي او راظاهریږي. په یو واري هغوی ته یوه ښځینه معلمه دریږي او درس ورکوي. دا ددوی له پاره ډیره سخته وي.» د سوریې د نابالغه مهاجرینو له پاره بیا دا برعکس یوه عادي خبره ده.