کمونيسټان: افغانستان ته مو ماموريت پر حق وو
۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبهډيری پخواني منصبداران په دې باور دي چي افغانستان ته ئې د ځواکونو لېږل پر حق ول او له خپل ماموريت څخه دفاع هم کوي. په روسيه کي دغه ورځ تر ډيره ځايه پخواني کمونيستان لمانځي.
د روسيې د کمونيست گوند مشر گينادي زوگانف له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د بيرته را ايستلو د ۲۳ کاليزي په وياړ د هغه جگړې زړو عسکرو ته په وينا کي په ۱۹۷۹ کال کي افغانستان ته د سره لښکر د سرتيرو استول ستراتيژيک وبلل او د هغه ماموريت دفاع ئې وکړه.
هغه زياته کړه چي د نن ورځي حالاتو ته په کتلو سره خلک اوس دې نتيجې ته رسېدلي دي چي ډير مهم او پر ځای اقدام مو کړی وو چي د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت ته مو خپل ځواکونه ور لېږلي ول:
«موږ په هغه هيواد کي د گډوډۍ مخه نيولې وه او خپله هغه نړيواله دنده مو چي د شوروي اتحاد جنوبي سرحدونه بايد ساتل سوي وای په پوره امانت دارۍ سر سرته ورسوله. موږ بايد په خپلو اتلانو ووياړو.»
هغه زياته کړه چي د جگړې له قربانيانو سره بايد مرسته وسي او هر هغه چاته چي په هيواد کي دننه يا دباندي د خپل وطن د دفاع له پاره درېدلي دي امتيازات ورکړل سي.
پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال په سوونو زره افغانان ووژل سول، په ميليونونو له هيواد څخه کډوال سول او په لسونو زره نور لادرکه سول.
که څه هم چي د روسيې د سره پوځ پخواني چارواکي له دغه ماموريت څخه دفاع کوي او وايي چي دا يو پر ځای کار وو. خو افغانان ئې بيا دا د دوی پر هيواد تيری بللی او د شوروي اتحاد دغه يرغل په افغانستان کي د ټولو اوسنيو ناخوالو مور بولي.
په روسيه کي ډيری پخواني خلک په دې اند دي چي افغانستان بايد دوی ته هغه مصارف بيرته ورکړي چي دوی د خپل ماموريت پر مهال مصرف کړي ول. خو افغانان وايي چي دوی ته تر يو ميليون د ډيرو افغانانو پر وژلو سر بيره په ميليونونو ډالره تاوان اوښتی دئ.
اوس هم ډيری هغه کورنۍ چي پر افغانستان باندي د شوري اتحاد د يرغل پر مهال ئې د کورنۍ غړي لادرکه سوې په دې تمه ناست دي چي گويا يو وخت به ئې د کورنۍ غړي بيرته ورته راسي.
دغه کورنۍ چي شمېر ئې زرونو ته رسيږي له روسيې څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي او وايي چي روسيه ئې بايد تاوان ورکړي.
نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش