1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کليتچکو د سوک وهني اتلولي وساتله

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

ولاديمير کليتچکو د درانه وزن د نړيوال اتل په توگه خپل درې سره کمربندونه دفاع کړل. دغه ۳۷ کلن اوکريني د آلمان په من هايم ښار کي د يکشنبې په ماښام ايتالوی فرانچيسکو پینتا په شپږم روند کي «نيک اوټ» کړ.

https://p.dw.com/p/18Sab
Titelholder Wladimir Klitschko of Ukraine, celebrates after winning against Tony Thompson of the United States, during their world heavyweight championship title fight at the Stade de Suisse soccer stadium in Bern, Switzerland, Saturday, July 7, 2012. Wladimir Klitschko stopped Tony Thompson in the sixth round to retain his WBA, IBF and WBO heavyweight title belts on Saturday. (AP Photo/Keystone/Peter Klaunzer)
Wladimir Klitschko Ukraine besiegt Tony Thompson USA in Bernانځور: AP

ولاديمیر کليتچکو وويل، چي فرانچیسکو یو مبارز زړه لری، په لوبه کې ئې پوره هلي ځلي وکړې او نن به ئې ډیر څه زده کړي وي.

کليتچکو له اتو کلونو راهیسي په سوک وهنه کي نړيوال اتل دئ. د WBO، IBF او WBAقهرمان له پاره په ۶۳ لوبو کي دا۶۰ بريا وه. کليتچکو په دغو شپېتو برياوو کي ۵۱ واري خپل حريفان (نيک اوټ) کړي دي.

د درانه وزن سوک وهني په دغه لوبه کي فرانچيسکو هيڅ چانس نه لاره. کليتچکو په خپل کیڼ لاس سره خپل سيال له ځانه لري ساته، فرانچیسکو پینتا، چې د ماګده بورګ SES سوک وهني سټايل يعني له ښی لاس څخه کار اخيست او تر کليتچکو اته کاله کشر دی ونسوای کړای چي حیرانونکي صحنې رامنځ ته کړي.

فرانچيسکو بايد د مسلکي سوک وهني په دیرشو کلونو کې دغه دردناکه ماتې قبوله کړې وای. کليتچکو ډيره دقيقه لوبه کوله. د لوبي د ننداره کوونکوي په ډله کي د کليتچکو ملگرې امريکايي لوبغاړې او سندرغاړې هايدن پانيتيره هم ناسته وه.

لوبه د سوک وهني په يوه داسي ميدان کي پيل سوه چي نزدې ۱۳۰۰۰ ننداره کوونکي ورته راټول سوي ول او ولاديمير کليتچکو خپله ۶۰ بريا او ۵۱ نيک اوټ ولمانځه.

د کليتچکو بله لوبه به له روسي سوک وهونکي الکساندر پاويتکين سره وي. دغه لوبه چي په ۲۳ ميليونو ډالرو باندي وهل کيږي د روان کال د دوبي په وروستيو کي به په مسکو کي ترسره سي.

د بريا په صورت کي به کليتچکو د دغو پيسو ۷۵ سلنه ترلاسه کړي. خو دا چي دغه لوبه تر سره سي روسی سوک وهونکی پاويتکين بايد پولنډي سوک وهونکي اندري واوريڅک ته ماته ورکړي.

دغه لوبه د می د مياشتي پر ۱۷ نېټه مسکو ته نژدې په يوه لوبغالي کي ترسره کيږي.