1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلومبيايي چريکيان اوربند ماتوي

۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17O1a

په کلومبیا کې کیڼ اړخه د «فارک» په نوم چریکي ډلې له خپله اړخه یو اړخیزه اوربند د ختمولو اعلان کړی دی. د کیوبا په پلازمینه هوانا کې د سولې په خبرو اترو کې د یاغیانو د ډلې مشر لوچیانو مرین، دا خبره تائید کړې ده چې د دوه میاشتني اوربند موده نه غځول کیږي. په رسمي توگه د اوربند دغه نېټه پر ځایي وخت نیمه شپه پای ته رسیږي. مرین پر حکومت د دوه اړخيزه اوربند د نوي کولو غږ کړی دی. د کلومبیا ولسمشر د «فارک» پر وړاندي په هغه صورت کې د جگړې درول غواړي، چې د سولې په اړه یوه توافق ته ورسیږي. د FARC یاغیان او حکومت د تیر کال د نومبر له میاشتې راهیسې د سولې د یوه تړون په اړه خبري اتري کوي.