1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنی راپور: تر 90 په ډيرو هيوادونو کي د بشر حقوق تر پښو لاندي کيږي

۱۳۸۷ دی ۲۶, پنجشنبه

په جهان کي د بشر د حقوقو د وضعيت په باب د بې طرفه او په عين حال کي بانفوذه سازمان Human Rights Watch کلنی رپوټ پداسي يوه حالت کي خپور سوی چي د بشر د حقوقو وضع په يوه ډير خراب حالت کي ده.

https://p.dw.com/p/GZ5S
په چين کي بشري حقونه
په چين کي بشري حقونهانځور: AP

پداسي حال کي چي د غزې په تراډه کي د اسراييلي پوځ لخوا په سلهاوو ملکي خلګ وژل کيږي، د بلي خوابیا په واشنګټن کي د جمهوررييس بوش ځاي ناستي په خلګو کي دا اميدواري راپيدا کړې ده ،چي دی به د بشر د حقوقو ساتنه هم وکي.

بوش چي د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر يې د بشر حقوق قصداً هير کړل ، ايسته کيږي ،او پر ځاي به يې بارک اوباما، چي د امريکا په تاريخ کي لومړنی تور پوستی دي، دجمهوري رياست پر مقام تکيه کوي ،دا اميدواري را پيدا کړې ده،چي د امريکا څخه به بيرته په ټوله نړۍ کي د بشر د حقوقو مدافع جوړه کي .

دده داخبره چي د ګوانتانامو محبس به ډير ژر وتړي ،د همدغه ډول هيله منديو د راپيداکولو دليل دی .همدارنګه دده د پوست رنګ هم دی په امريکا کي د تور پوستانو ددووسليزو د مبارزې سره تړي ،چي د راسيزم او غلامۍ پر ضد يې کړې ده.

بيله هغه د Human Rights Watch د سازمان رپوټ ډير مايوسه کونکی دی ،او په هغه کي راغلي دي ،چي تر 90 په اضافه هيوادو کي د بشر حقوق تر پښو لاندي کيږي ،د حکومتونو،استخباراتو او مختلفو ډلو او سازمانو لخوا،چه اکثراً د مذهب او دين په نامه د نورو اديانو پيروان وهل او ټکول کيږي .

که هغه په کيوبا کي وي ، چي د پخوا په ډول د حکومت مخالفين د سياسي بنديانو په حيث بنديان کيږي ، يا په ايران کي چي ملايان پخپله ښځي او کوچنيان شکنجه کوي ،او يا په برما کي ،چيري چي بودايي راهبانو د رژيم پر ضد بغاوت وکۍ،او اوس د سلهاوو خپلو پيروانو سره يو ځاي د شکنجې او عذاب سره مخامخ دي .

د کيوبا په ټاپو کي د امريکايانو ګوانتنامو نومی زندان
د کيوبا په ټاپو کي د امريکايانو ګوانتنامو نومی زندانانځور: AP

د شکنجې ورکولو په فعالو دوسيو کي متاسفانه د امریکا محتده ايالات هم د ګوانتنامو د محبس له کبله شاميل دي.

په دغه رپوټ کي د هغو هيوادونو نومونه هم شاميل دي، چي د خپلو سيمه ايزو ګټو پخاطر په شکنجه او د بشر د حقوقو څخه په تيري تورن، او د خپلو دغو علاقه منديو پواسطه چي غلط يي هم تعبيروي کوښښ کوي چي په ملګرو ملتو کي هم هغه ته قانونيت ورکي. پدغو دولتو کي روسيه،چين او هندوستان هم شاميل دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي مثلاً روسيه په ازبکستان کي د بشري حقونو څخه د تيري ملاتړ کو يا جنوبي افريقا په زيمبابوې کي د موګابي د زژيم، يا چين د دارفور يا برما څخه.

نو څه بايد وسي؟ اوس بايد د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو شورا تقويه سي، او ښه به داوي چي هغه د امريکا د خوا تقويه سي، چي د اوباما اوس هلته مشرۍ ته رسيدلی. اروپايي ټولنه نور هم بايد د بشر د حقوقو د ساتني په لاره کي فعاله سي او حتی هلته چي ددوي په نفه هم نه وي. اقتصاد او کلتور هلته غوړيږي، چيري چي بشري حقوق مراعتيږي، او خلګ د انساني شرايطو لاندي په ازادۍ کي ژوند و کولای سي. پدې خاطر د بشري حقوقو څخه ساتنه يوه نړيواله موضوع ده، چي په د هغې څخه دفاع تر ټولو ښه سرمايه ګذاري ده.