1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: پاکستان دي د امريکايي سفارتخانې کارکوونکی خوشي کړي

۱۳۸۹ بهمن ۱۶, شنبه

څو ورځې وړاندې د پنجاب په لاهور كې د امريكايي سفارتخانې يوه غړي رېمنډ ډېوس درې كسان ووژل، خو تېره شپه د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هلري كلنټن د اصف علي زرداري ته په ټيلفون باندې ويلي دي چې دا سړى دي ژر تر ژره راخلاص كړي.

https://p.dw.com/p/QyUe
انځور: AP

تېره شپه ناوخته (د جمعې او شنبې منځنۍ شپه) د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هلري كلنټن پاكستاني ولس مشر اصف علي زرداري ته ټيلفون وكړ او په دې هيواد كې د نيول سوي امريكايي سفارتكار رېمنډډېوس په اړه يې ورسره خبرې وكړې. د باخبره ذرايعو په خبره چې وايي: مېرمن كلنټن پاكستانى ولس مشر د امريكايي حكومت او اولس له سخت غبرګون څخه خبر كړى او د ډېوس د زرتره زره خلاصون غوښتنه يې ورڅخه كړې ده.

خو د سرچينو په وينا زرداري په ځواب كې ورته ويلي دي چې د ډيوس په كړنه باندې د پاكستاني اولس غوسه ډېره راپارېدلې ده او دا چي دا د عدالت كار دى چې هغه څنګه پرېكړه كوي. د پاكستان عدالت به داسې پرېكړه كوي چې نه پاكستاني حكومت بلكې امريكا به يې هم احترام وكړي.

كه پاكستاني ولس مشر د رېمنډ ډېوس مسله عدالت ته سپاري خو د دې هيواد صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني هم وايي چې موږ د ډيوس په اړه هيڅ نه وايو كومه پرېكړه چي عدالت وكړي موږ يې په سر سترګو منو، هغه تېره ورځ د دې هيواد په پارلمان كې خبرې كولې او ويې ويل:

«موږ د عدالتونو احترام كوو كومې پرېكړې چې عدالت كوي موږ يې منو، دلته ټول ګوندونه په يوه خوله دي او د هيواد د بقا او ساتنې له پاره كار كوي، موږ هيڅ كله داسې فيصله نه كوو چې د پاكستان او د پاكستاني ولس له پاره د رسوايي سبب وګرځي.»

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمن دې كار ته په سياسي نظر ګوري او وايي چې كه ريمنډ ډېوس امريكا ته په حواله سي نو دا د پاكستاني حكومت ښكاره ناكامي ده.

كه څه هم امريكا له پاكستاني حكومت څخه په كلكه دا غوښتنه كوي چې ريمنډ ډېوس دي ژر تر ژره خوشى كړي او پاكستان له دې كاره انكار كوي، دا چې په دې باندې به د امريكا او پاكستان ترمنځ حالات خراب كړي كه څنګه د سند ايالت د كورنيو چارو وزير ذوالفقار مرزا پدې اړه تېره ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل:

« دا د ډيوس شخصي كړنه ده په دې باندې د پاكستاني او مريكايي وګړيو د تګ راتګ له پاره هيڅ ستونځه نه سي رامنځ ته كېدای. د لاس په گوتو كې هم فرق وي، هغه كه د پاكستاني وي كه د امريكايي، ريمنډ ډېوس چې كوم كار وكړ دا د امريكا كار نه دى بلكې دا ده ده شخصي كړنه ده، دا رنګه جزباتي خلګ په هر چا كې وي.»

امريكايي سفارتكار رېمنډډېوس څو ورځې وړاندې په لاهور كې دوه كسان په گوليو وويشتل او يو بل يې په موټر وواهه چې درې سره ووژل سول. بايد وويل سي چې پاكستاني پوليسو دا ويلي دي چې د رېمنډډېوس له كېمرې څخه يې د اهمو ځايونو تر دوه نيم سوه زيات عكسونه ترلاسه كړي دي چې په هغوى كې د يوې ديني مدرسې چې له مختلفو اړخونو څخه يې عكسونه اخيستل سوي وو موجود دي. تر اوسه پوري ملزم دا نه دي ويلي چې دا عكسونه يې ولې او د چا له پاره اخيستې دي.

حبيب الرحمن تأثير / کوټه

کتونکی: احمدولي اڅکزی