کلنټن د ایډز پر وړاندې د لا ډیرو هڅو له پاره غږ کړی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۳, سهشنبهاعلان
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن د ایډز پر وړاندې د لا ډیرو هڅو له پاره غږ کړی دئ. په واشنگټن کې د ایډز په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته هغې په خپله وینا کې وویل چې زمونږ هدف دا دئ چې راتلونکی نسل د ایډز څخه پاک وي. دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی وار دئ چې په متحده ایالاتو کې د ایډز په اړه دومره لوی نړیوال کنفرانس جوړ شوي دئ. دغه کنفرانس د جولایي د میاشتې په ۲۲مه نیټه پیل شوی او تر ۲۷مې نیټې په دوام وکړي. په دغه کنفرانس کې شاوخو ۲۵ زره تنه برخه لري.