کلنټن د افغان مېرمنو له حقوقو څخه دفاع کوي
۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبههيلري کلنټن له يو تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي، چي دا د لومړي سر څخه پر دې ټينګار کوي، چي هیواد ئې داسي کوم کار و نه کړي، چي په افغانستان کي د ښځو حقوق او امنيت د کواښ سره مخامخ کړي.
کلنټن زياته کړي چي د افغانستان د ښځو د حقونو څخه دفاع به د هغې د لومړيتوبونو څخه وي.
کلنټن په مرکه کي ويلي دي، چي د افغان ښځو د حقونو څخه دفاع، خپله دنده او مسئوليت بولي. تيره مياشت «اکسفام» په خپل يو راپور کي ويلي ول، چي په تيرو لسو کلونو کي افغان مېرمنو په تعليم، سياست، قانون او نورو برخو کي د پام وړ لاس ته راوړني درلودلې.
په افغانستان کي د يوه غير دولتي سازمان په حواله اوس مهال ۷۲سلنه افغان مېرمني په دې اند دي، چي د طالبانو د وخت په پرتله اوس هغوی ښه ژوند لري.
د افغانستان په جګړه کي تر ټولو ډير زيان ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی. د طالبانو د واکمنۍ په دوران کي ښځو اجازه نه درلوده، چي ښوونځيو ته ولاړي سي او مجبوره وې چي چادرۍ پر سر کړي.
افغان حکومت او نړيواله ټولنه په دې تلاښ کي دي، چي د افغانستان لس کلني جګړې ته د سولي له لاري د پای ټکی کښېږدي.
نړیواله ټولنه پر دې ټنگار کوي، چي د سولي په بهير کي د ښځو د حقونو په برخه کي لاس ته راوړني بايد له ګواښ سره مخامخ نه سي.
د طالبانو او نورو وسله والو مخالفيونو سره د سولي کولو يو شرط يو د ښځو د حقونو مراعتول دي.
کلنټن په خپله مرکه کي زياته کړې، چي اوس پر دې کار کوي، چي ښځي نور هم په سياسي بهير ورگډي سي، ترڅو د خپلو حقونو له پاره مبارزه وکولای سي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل